پوسټ کوډ ۸۵۶۷۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۸ وږی ۱۳۹۴ ۱۳:۳۶

افغان ځواکونو د هلمند ولایت موسی کلا ولسوالۍ بېرته ونیوله

افغان چارواکي وايي چ? د هلمند موسي کلا ولسوال? ي? تيره شپه بيرته د وسله والوطالبانو ?خه نيول? ده.

افغان چارواکي وايي چې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ یې تیره شپه بیرته د وسله والوطالبانو څخه نیولې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسول محمد رسول ځاځي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاده ولسوالۍ یې د هلمند او کندهار د ګډو امنیتي سرتیرو په همکاري د وسله والو طالبانو څخه پاکه کړې ده.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه چې د موسی کلا ولسوالۍ د بیرته نیولو پرمهال شاوخوا ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۹۰ زیات ټپیان شوي دي.

د تیرې چهارشنبې په شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې میشت افغان سرتیري د دې ولسوالۍ له ځینو سیمو ووتل چې وروسته د وسله والو طالبانو لاسته ولویده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د موسی کلا ولسوالۍ په اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement