پوسټ کوډ ۸۵۳۳۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۴ ۰۸:۰۲

د جمهور رئیس غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

وروسته پاکستان ته د پلاوي د ل??لو په هکله بحث او غور وشو. د ملي امنيت شورا موظف شوي پلاوي ته مشخصه لار?وونه وک?ه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني، په مشري پرون له غرمې وروسته په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.

په پیل کې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په هکله د ملي امنیت شورا غونډې ته راپور وړاندې کړ. په ټول هېواد کې یې د افغانستان دخلکو د دښمنانو تهدیدونه وارزول او په غونډه کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تهدیدونو د دفع کولو په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته پاکستان ته د پلاوي د لېږلو په هکله بحث او غور وشو. د ملي امنیت شورا موظف شوي پلاوي ته مشخصه لارښوونه وکړه.

په غونډه کې په سیمه ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو د تطبیق په موخه د نیول شویو تدابیرو په برخه کې د کورنیو چارو وزیر له راپور سره یو ځای د سیمه ییزو پولیسو د اصلاحاتو د طرزالعمل په طرحه باندې غور وشو. د ملي امنیت شورا د کورنیو چارو وزیر د سپارښتنو په تایید سره یاد طرزالعمل تصویب کړ.

همدارنګه د ملي امنیت شورا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ازبکستان د جمهوریت تر منځ موافقنامه له ارزولو وروسته تصویب کړه.

د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د ګډو کمېټو د همکاري برنامه مطرح شوه. د ملي امنیت شورا د هغوکمېټو د کار ادامه چې ایران ته د جمهور رئیس غني د سفر پرمهال په ۱۹ مواردو کې تاسیس شوې وې، تایید کړه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement