پوسټ کوډ ۸۴۲۶۰
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۳۹۴ ۱۵:۴۳

موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان

جمهور رئيس ژمنه وک?ه چ? په د? هکله هر ?ول تصميم به د افغانستان د اساسي قانون او د ه?واد د ملي ??و په ر?ا ک? او د ملي اجماع د پر?ک?و له مخ? ونيسي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ولسي جرګې د برخلیک ټاکلو، د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو او د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون د کار د پیل په هکله نن له غرمې مخکې له بېلابېلو اقشارو او بنسټونو سره په ارګ کې جلا جلا غونډې وشوې.

په دې ناستو کې د ښځو، رسنیو، مدني ټولنې، حقوق پوهانو او د یوناما د دفتر استازو حضور درلود. ګډون کوونکو د افغانستان سیاسي وضعیت ته په کتو د افغانستان د اساسي قانون او د ملي ګټو په رڼا کې خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.

جمهور د ګډون کوونکو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان په نظام کې قانوني تشه رامنځته شي.

جمهور رئیس ژمنه وکړه چې په دې هکله هر ډول تصمیم به د افغانستان د اساسي قانون او د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې او د ملي اجماع د پرېکړو له مخې ونیسي.

جمهور رئیس له ټولو ګډون کوونکو وغوښتل چې په خپلو کې همدا ډول غونډو ته دوام ورکړي او خپل نظرونه په منسجم ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي.

د ولسي جرګې د برخلیک د ټاکلو په هکله به له سیاسي او جهادي شخصیتونو، علماو او روحانیونو، د ټاکنو خپلواک او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونوله غړو او د مشرانو جرګې له اداري پلاوي سره د جمهور رئیس مشورتي غونډې نن له ماسپښین وروسته هم دوام وکړي

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement