پوسټ کوډ ۸۴۲۰۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۳۹۴ ۱۴:۳۷

عامې روغتیا وزیر د تیرو سلو ورځو کړنو او د راتلونکي سلو ورځو پلان وړاندې کړ

د عام? روغتيا وزير ?اک?ر فيروز الدين فيروز نن د يوه خبري کنفرانس په تر? ک? د تيرو سلو ور?و ک?نو او د راتلونکي سلو ور?و کاري پلانونه و?اند? ک?

 د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز نن د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د تیرو سلو ورځو کړنو او د راتلونکي سلو ورځو کاري پلانونه وړاندې کړ. عامې روغتیا وزیر، په بانډونو کې د روغتیايي خدمتونو د پوښښ د کچې زیاتوالي، د خوړو او درملو د کیفیت وده، په روغتیايي خدمتونو کې د خصوصی سکتور فعاله ونډه، د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت وده، په روغتیايي سکتور کې د ښې حکومتولی او د مدیریت ښه والی په اړه د خپل د تیرو سلو ورځو کړنې څرکندې کړې.
د روغتیايي خدمتونو د پوښښ د کچې د زیاتوالي په برخه کې: عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کوونکو موسساتو ته یې لارښونه کړې څو په بانډونو او لرو پرتو سیمو کې د کلتوري، طبیعی او جغرافیايی خنډونو له نظره سپینې سیمې مالومې کړي او دې وزارت ته راپور ورکړي څو د هغې پر بڼسټ، راتلوونکي پروګرامونه طرحه شي. همداراز عامې روغتیا وزارت د عادلانه روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په څوارلس نا امنه ولایتونو کې د روغتیايي مراکزو د فعاله ساتنې څیړنه پیل کړي، هڅه يې کړې څو د روغتیايي خدمتونو د اړونده قرار دادونو مراحل ژر تر ژره بشپړ کړي، د پولیو په لمنځه وړلو کې مهم ګامونه ترسره کړي، څلور دیرش نوي روغتیايي مرکزونه يې جوړ کړي، د ځینو روغتیايی مرکزونو په شمول د پروان ولایتي روغتون د روغونې بڼسټ ډبره ایښودل شوي، د ځینو ولایاتو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي څخه څارنه شوي ده.

د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والی په برخه کې­­­: لکه څرنګه چې د عامې روغتیا وزیر د خپل د کاري په لومړيو ورځو کې خلکو ته او په ملي شورا کې د ملت استازو ته وعده کړي وه چې د روغتونونو د خدمتونو د کیفیت او په تیره بیا د روغتونونو د بیړنیو خونو معیاری کولو په باب لازم اقدامات ترسره کوي، دادی اوس مهال د کابل د ۱۴ روغتونونو د بیړنیو خونې د معیاراتو سره سم ترمیم، تجهیز او رغول شوي دي چې ددې کار په ترسره کولو سره د کابل ښار د روغتونو د خدمتونو په کیفیت کې خورا مثبت بدلون راغلی دی. دې وزارت په لومړیو سلو ورځو کې په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت د ښه والي په خاطر، د چین، متحده عربی اماراتو، هندوستان او ترکې هیوادونو ته وړاندیزونه سپارلي دي او همداراز یو ځانګړی پروپوزل یې متحده عربی اماراتو ته وړاندې کړی ترڅو په کابل کې د شیخ زاید روغتون تمویل، طبی وسایل نصب او په لرو پرتو ولایتونو کې ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي. همداشان عامې روغتیا وزارت په لومړیو سلو ورځو کې دعامه او خصوصی یو شمیر روغتونونو روغتیايي خدمتونه له څرنګوالي څخه په جدی توګه څارنه کړې ده.

د خوړو او درملو د کیفیت ښه والۍ: د خوړو او درملو د کنترول سیستم د غښتلتیا، د مارکیت د سرویلانس د سیستم جوړونه، له درملتونونو او د عمده فروشیو څخه منظمه څارنه، له مارکیټ څخه د بی کیفیته درملو راټولول، د درملو د توریدی شرکتونو د کمښت لپاره د معیاراتو جوړول، د هیواد په دننه کې د تولید هڅول، د خوړو او درملو د کنټرول آمریت پیاوړلي کول، د عامې روغتیا وزارت دلومړیو سلو ورځو فعالیتونه څخه شمیرل کیږي چې د خوړو او درملو د کیفیت په باب ترسره شوي دي.

د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کونه کې د خصوصی سکتور فعاله ونډه: د عامې ورغتیا وزارت په تیرو سلو ورځو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د کیفیت، پراختیا او تمویل په برخو کې د خصوصی سکتور د فعاله ونډې د بڼسټیزه کیدو پرسر یو لړ کړنې ترسره کړي دي چې د هغې جملې څخه د روغتیايي عامه او خصوصی مشارکت مسوده جمتو شوی او د راتلونکي مراحلو د ترسره کیدو لپاره عدلي وزارت ته سپارلې شوې، په کابل کې د علی جناح او جمهوریت روغتونونو او په ننګرهار کې د پښتورګو روغتون د مشارکت اچونې پرسره کار پیل شوی دی.



په روغتیايي سکتور کې د ښې حکومتولی او د مدیریت ښه والی: د خوړو قانون او د عامې روغتیا قانون بیاکتنه، د روغتیا قانون د دویمې مادي تعدیل، د خصوصی سکتور روغتیايی مقررې بیاکتنه، په خصوصی روغتونونو کې د کیفیت د معیاراتو ټاکړ، په ولایاتو کې د عامې روغتیا ریاستونو د ظرفیت څیړنه، په افغانستان کې د طبی شورا د جوړونې پرسره د کار پیل، د روغتیا لپاره د بین الوزارتی کمیټې جوړونه، د روغتیایی معلوماتو واحد مرکز جوړونه او د تشکیلاتی جوړښت د سمون پرسر د کار پیل، هغه موارد دي چې په تیرو سلو ورځو کې د ښې حکومتولی او د مدیریت د ښه والي په برخه کې دعامې روغتیا وزارت لخو ترسره شوي دي.





همداراز عامې ورغتیا وزیر د خپل راتلونکې سلو ورځو کاري پروګرامونه يې هم بیان کړ او ويي ويل چې دغه وزارت په نظر کې لري ترڅو په دې موده کې د کابل روغتونونو د جدي څارني او جراحی څانګې په معیاري توګه ورغوي، د عامه او خصوصی مشارکت ته ګړندي توب ورکړي، د درملو او د خوړو دکیفیت کنټرول غښتلی کړي او د روغتیایي قراردادونو بهیر ګړندی کړي.





عامې روغتیا وزیر زیاته کړه: د باکیفیته درملو په تورید کې د خصوصی کمپنیو د اغیزمنه مشارکت جوړول، د پایلو پر بڼست د ظرفیت جوړوني د پروپوزل د پلي کولو تعقیبول، د مور او ماشوم په توګه د شیخ زایید روغتون فعالول، په هندوستان او پاکستان کې افغاني ناروغانو تنظیمول، د روغتیايی سیستم د پیاوړتیا د لسو پروپوزلو د پلي کولو پیل، د روغتیا قانون د دویمې مادې د تعدیل تعقیبول، د تغذی او روغتیا د راتلونکي پنځو کالو د ستراتيژۍ بشپړول، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ستراتيژی پرسر د کار پیلول، په ولایاتو کې د سیمیزه ارګانونو له روغتیايی پروپوزل څارل او پلي کول، د خصوصی او عامه روغتیايی مرکزونو او د درملو او خوړو مارکیټونو د څارنې بهیر ته ګړندي توب ورکول او په استقلال او د ماشومانو د روغتیا په روغتونونو کې د ناروغانو د پوليکلينیک پرانیستل، هم دده د راتلونکي سلو ورځو په پروګرامونو کې ځای لري.




برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement