پوسټ کوډ ۸۴۱۷۳
نیټه خپرول: جمعه ۱ غبرګولی ۱۳۹۴ ۱۲:۱۲

د لیونو د لمنځه وړلو کمپاین پیل شو

د ميدان ورد?و ولايت په سيداباد ولسوال? ک? د ليونيو سپيو د لمن?ه و?لو کمپاين نن ( شنبه ) پيل او ?و ور?? به دوام وک?ي.

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لیونیو سپیو د لمنځه وړلو کمپاین نن ( شنبه ) پیل او څو ورځې به دوام وکړي.

څو ورځې وړاندې په سیداباد ولسوالۍ کې لیونیو سپیو لسګونه کسان داړلې وو،چې د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست له لورې داړل شویو کسانو ته واکسین تطبیق شو او یو شمېر یې د لا زیاتې درملنې په موخه مرکز کابل ته ولیږدلو شول.

د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ادارې په مشرۍ د یو شمېر ادارو له لورې او د سیمې د اوسیدونکو په همکارۍ د یادو لیونیو سپیو د لمنځه وړلو کمپاین نن ( شنبه) پیل شو او تر هغې به دوام وکړي،ترڅو سیمه په بشپړ ډول د لیونیو سپیو څخه پاکه شي .

د پیل شوي کمپاین په ترڅ کې،چې د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره،سیداباد بازار،شیخ اباد بازار،ټوپ دښتې بازار او د شنیز په سیمه کې ترسره شوی،تر دا مهاله شاوخوا ۲ سوه لیوني سپي لمنځه وړل شوي او په خوندي سیمو کې خښ شوي هم دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement