پوسټ کوډ ۸۴۰۰۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۶ غبرګولی ۱۳۹۴ ۰۸:۰۴

جمهور رئیس غني له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولوبهیر رسماً پیل کړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني له ولس سره د وزارتونو د لوم?نيو سلو ور?و د پلان شريکولو بهير رسماً پرانيست.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني له ولس سره د وزارتونو د لومړنیو سلو ورځو د پلان شریکولو بهیر رسماً پرانیست.
هغه غونډه چې له همدې امله پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني او د رسنیو استازو په کې ګډون درلود.
جمهور رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، هر وزارت خپل سل ورځنی پلان برابر کړی او د دغو پلانونو پر بنسټ ولس ته مشخصې ژمنې وړاندې کوي. موږ یو مسلمان ملت یوو او د اسلام مقدس دین زموږ د ژوند اساس دی، نو له همدې امله د کابینې د کار او له ولس سره د لومړنیو سلو ورځو پلان د شریکولو بهیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه پیلوو.
جمهور رئیس غني وویل چې د افغانستان کابینه واحده، متحده او مسووله کابینه ده.
لومړی ولس ته مسوولیت لري، هر وزیر او جمهور رئیس د ولس خادمان دي، ځکه له خدای تعالی وروسته د دې خاورې اصلي څښتن د افغانستان ولس دی.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه ، دا پلانونه زموږ د کارونو او له ولس سره د شویو ژمنو د ارزولو او د باور د فضا د رامنځته کولو ښه وسیله ده. هیله ده چې رسنۍ، د مدني ټولنې بنسټونه، علمای کرام، خویندې او وروڼه په هرو ۲۵ ورځو کې زموږ کارونه وارزوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل د لومړنیو سلو ورځو په پلانونوکې د والي صاحبانو رول کم رنګه دی، ځکه په لومړيو سلو ورځو کې وزیر صاحبان مسوولیت لري چې په ټول افغانستان کې خدمات وړاندې کړي، خو دویم سل ورځنی پلان د وزیر صاحبانو او والي صاحبانو د ګډو اساسي او اصولي بحثو

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement