پوسټ کوډ ۸۳۹۱۷
نیټه خپرول: شنبه ۲ غبرګولی ۱۳۹۴ ۱۹:۳۴

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دکابینې فوق العاده غونډه جوړه شوه

په د? غون?ه ک? وزيرانو د خپلو ا?وندو وزارتونو لپاره د لوم?يو سلو ور?و پلانونه په تفصيلي ب?ه و?اند? ک?ل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې وزیرانو د خپلو اړوندو وزارتونو لپاره د لومړیو سلو ورځو پلانونه په تفصیلي بڼه وړاندې کړل.

د ناستې په دوهمه برخه کې د مختلفو سکتورونو او وزارتونو ترمنځ په مشترکو کاري ساحو او د ښې همغږۍ پر لارو چارو ژور بحث وشو.

د ناستې په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د پلانونو د لا بډاینې په اړه اړوندو وزارتونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس غني وویل، موږ ته د حکومتدارۍ ماشین نه، بلکې د حکومتدارۍ پرزې په میراث را پاتې دي. دا پرزې باید په یوه فعال ماشین بدلې شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه، د حکومت هر وزارت کلیدي وزارت دی، او خپلې ځانګړې دندې باید په دقت او اغېزمنتوب ترسره کړي.

د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه چې د پلانونو تمرکز باید د خدماتو په وړاندې کولو وي، عیني او سیمه ایز واقعیتونه پکې په پام کې ونیول شي او په دوهمو سلو ورځو کې باید وزیران خپل پلانونه له والیانو سره همغږې کړي.
جمهور رئیس غني وویل، د وزارتونو پلانونه باید خلکو ته اطمینان او هیله مندي ورکړي، خلکو ته باید ریښتیا وویل شي او بې ځایه ژمنې ورنکړل شي.
ټاکل شوې ده چې له راتلونکې اوونۍ څخه د کابینې غړي په نوبت سره هره ورځ خپل پلانونه د رسنیو له لارې له ولس سره شریک او د سلو ورځو په پای کې د پلانونو د تطبیق د پایلو راپور ورکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement