پوسټ کوډ ۸۳۸۹۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ غبرګولی ۱۳۹۴ ۱۰:۲۵

د نوبل د اقتصاد د جایزې ګټونکی امریکایی په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو

ناش په نيوجرسي ک? له خپل? م?رمن? سره په يوه ?کسي ک? ناست و چ? د ?ر?ور له لاسه د مو?ر اختيار ووت او د س?ک د ?ن? له د?وال سره ول??د.

ناش په نیوجرسي کې له خپلې مېرمنې سره په یوه ټکسي کې ناست و چې د ډرېور له لاسه د موټر اختیار ووت او د سړک د څنګ له دېوال سره ولګېد.
پولیس وايي، شپږاتیا کلن ناش او مېرمن یې الیسیا چې دوه اتیا کلنه وه؛ د ټکر په نتیجه کې له موټر رالوېدلي او مړه پر سړک پراته وو.
جان ناش چې د ریاضي علومو یو اکاډیمیک و؛ په ۱۹۹۴ کال کې د ګېمونو یا لوبو د تیورۍ او د تصمیم نیولو د ریاضي په اړه د کار لپاره د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه ګټلې وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement