پوسټ کوډ ۸۳۶۱۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۷ غویی ۱۳۹۴ ۱۰:۱۷

جمهور رئیس غني: افغان کارګران دې د مارکیټ د اړتیاوو له مخې و روزل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمداشرف غني د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادي? له غ?و سره وکتل.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحادیې له غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د کارګر د ورځې له امله د هېواد کارګرانو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به په هېواد کې د کارګر ورځ په منسجم ډول ولمانځل شي.
جمهور رئیس وویل چې کار زموږ لومړیتوب دی او د کاري زمینو له را منځته کولو پرته له ستونزو سره مخامخ کېږو، هر افغان باید کار ولري او خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کړي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د کانونو، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو کانونه د مدیریت ډیرې ستونزې لري او د کار د ودې لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کول مهم دی. ده وویل، زموږ موخه دا ده چې له اوسني حالت څخه را ووځو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې زموږ تمرکز پر دې دی چې افغان کارګران د مارکېټ د اړتیاوو له مخې و روزل شي او تر ټولو مهم سکټور چې کولای شو په هغه کې کار رامنځته کړو، د کرنې او مالدارۍ سکټور دی.
د افغانستان جمهور رئیس ټینګار وکړ چې دولت به تر ډیره د کورنیو تولیداتو پر پېرودنه تمرکز وکړي. 
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد ټول وزارتونه پر دې موضوع کار کوي چې په څه ډول د پروژو مدیریت افغانان په خپل لاس کې واخلي او په څه ډول کولای شو ظرفیت رامنځته کړو.
په دغه کتنه کې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل د کارموندنې او له بشري قوې څخه د سمې ګټې اخیستنې په باب خبرې وکړې، وې ویل، زموږ پالیسي دا ده چې تر ډېره د کاري زمینو پر رامنځته کولو تمرکز وکړو.
همدا راز په دغه کتنه کې د افغانستان د کارکوونکو د اتحادیې رئیس هم خبرې وکړې، وې ویل چې د کار قانون د خلکو اړتیاوو ته ځواب ورکوونکی نه دی او باید پر هغه بیا کتنه وشي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement