پوسټ کوډ 83357
نیټه خپرول: سه شنبه 8 غویی 139411:46

په ننګرهار ولایت کې د څو سترو ترهګریزو بریدونو مخنیوی

د ملي امنيت د لوي رياست منسوبينو د يو ل? ?ان??و عملياتو په تر? ک? دوه تنه تره?ر د تورخم- جلال اباد په لويه لار د بهسودو د ولسوال? له ا?وند? د ثمر خ?لو د پله له سيم? ?خه نيولي دي.

د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه ترهګر د تورخم- جلال اباد په لویه لار د بهسودو د ولسوالۍ له اړوندې د ثمر خېلو د پله له سیمې څخه نیولي دي.
له یادو ترهګرو سره په څوارلسو (۵۰) کیلویي بوجیو کې ځای پر ځای شوي د پوتاشیم کلوراید او واټرجېل له ډوله(۷۰۰) کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، درې عدده ریموټ کنټرولونه،۵۰۰ متره ثانیه سوزېدونکې فلیته،۳۱ چاودېدونکي کپسولونه او(۵۰۰) جلده د ماین جوړونې لارښوونکې کتابچې چې په ډېره ماهرانه توګه په یوه سراچه ډوله موټر کې په ځېرکانه ډول ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې دغه توکي د ترهګریزو چارو په موخه جلال آباد ښار ته ولېږدوي نیولي دي،چې له یادو توکو څخه د پنځه موټر بمونو په جوړولو کې ګټنه کېدله.
د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو د یو بل ګام په ترڅ کې یو تن ځانمرګي بریدګر او د ځانمرګو بریدونو یو تن طرح کوونکی د جلال آباد ښار د بهسودو د پله له اړوندو سیمو څخه نیولي دي.
له نیکه مرغه د یادو توکو په نیولو سره د څو سترو ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement