پوسټ کوډ ۸۳۳۵۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ غویی ۱۳۹۴ ۱۲:۰۸

د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دميدان ورد?و ولايت په مرکز ميدان ?ار، دايميرداد او نرخ ولسواليو ک? د ب?لاب?لو پ??و پر مهال در? مخالفينو او يو سرت?ر? ته مر? ژوبله او?ت? ده

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار، دایمیرداد او نرخ ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال درې مخالفینو او یو سرتېرې ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د دایمیرداد ولسوالۍ په شترسنګ سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه وسله والو مخالفین سخت ټپیان شوي دي .
همدا راز په نرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لورې ټپي شوي د حزب اسلامي یوه غړي هم تېره ورځ د درملنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی .
د یو بل خبر له مخې د مرکز میدان ښار په کوټه عشرو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د مخالفینو سره نښته شوې،چې له امله یې یو سرتېری شهید شوی دی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement