پوسټ کوډ ۸۳۳۴۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۸ غویی ۱۳۹۴ ۱۸:۰۱

جمهور رئیس غني د هند د جمهور رئیس له مرستیال سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل چ? سيمه د تروريزم له ا?خه له نويو ?وا?ونو سره مخامخ ده، تره?ري اوس

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته د هند د جمهور رئیس له مرستیال حمید انصاري سره په خپل استوګنځي کې وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د هند او افغانستان د اړیکو او د سیمې د روانو حالاتو په باب بحث او خبرې اترې وکړې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې سیمه د تروریزم له اړخه له نویو ګواښونو سره مخامخ ده، ترهګري اوس په یوه سیستم بدله شوې ده چې سیمه باید په بشپړې همغږۍ سره د دغې پدیدې پر وړانداې جدي اقدامات وکړي.

جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د آسیایي همپالنې، له تروریزم سره د مبارزې، اقتصادي همکاریو، د بشري قوې او ټکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ پراخ بعدونه رامنځته شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د ډهلي په ښار کې په خپل استوګنځي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سورج سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې اترې وکړې.

جمهور رئیس محمد اشرف غني افغان پلاوي ته د هند د حکومت او خلکو له میلمه پالنې څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان او هند فرهنګي اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ما پرون له هغو یو شمېر افغانانو سره وکتل چې له تېرو سلو کلونو څخه را په دیخوا په هندوستان کې ژوند کوي خو دوی لا خپل کلتور او ژبه ساتلې ده.

جمهور رئیس غني وویل چې هندوستان زموږ د بهرني سیاست په پنځو حلقوکې شامل هېواد دی، لومړۍ حلقه ګاونډي هېوادونه دي چې له هندوستان څخه نیولې تر آذربایجانه رسیږي، په دویمه حلقه کې اسلامي هېوادونه شامل دي چې په هغو کې هم هندوستان د نړۍ د ستر اسلامي نفوس لرونکي هېواد په توګه راځي.

په څلورمه حلقه کې آسیایي هېوادونه دي چې په دغو آسیایي هېوادونو کې بیا هم هند شامل دی، پنځمه حلقه مرسته کوونکي هېوادونه جوړوي چې هند هم له افغانستان سره د ستر مرسته کوونکي هېواد په توګه پکې شامل دی.

ده وویل چې زموږ ترمنځ اړیکې ډېرې قوي دي او دغه دوه اړخیزې اړیکې باید په درې اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو بدلې شي ترڅو آسیایي همپالنې ته لاره برابره شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې تروریزم ټولې سیمې ته یو ګواښ دی چې ټوله سیمه باید په ګډه د ترهګرۍ پرخلاف مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهور رئیس غني د بشري قوې په برخه کې د هند له همکاریو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې زموږ ډېر ځوانان په هندوستان کې زده کړې کوي دغه هېواد کولای شي چې د ټکنالوزۍ اوسوداګرۍ په برخوکې د غې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې جمهور رئیس غني او د هغه ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې یو سوله ایز او ثبات لرونکی افغانستان د هندوستان په ګټه دی او په افغانستان کې ثبات کولای شي چې آسیایي همپالنه رامنځته کړي او یا د غې مهمې مسئلې ته لاره هواره کړي.

دې وویل چې د افغانستان او هندوستان لخوا په درې اړخیزو او څو اړخیزو مسئلو تمرکز یوه اړتیا ده او د تروریزم پرخلاف ګډې مبارزې ته هندوستان په جدیت سره چمتو دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې وویل کومې مرستې چې موږ له افغانستان سره کړي دي دا زموږ دنده وه ځکه چې له افغانستان سره د هندوستان تاریخي اړیکې دا ایجابوي چې موږ له دغه هېواد سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړو.

مېرمن سوشما سورج وویل د بشري قوې د ظرفیت د لوړولو په لاره کې موږ له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یو ځکه هغه افغان ځوانان چې په هندوستان کې زده کړې کوي هغوی په ښه ډول کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن د هند د دفاع له وزیر منهور پریکار او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره په جلا جلا ډول وکتل.

په دغو کتنو کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وشوې، د هند د دفاع وزیر وویل چې ځواکونه یې په نیپال کې د نجات په عملیاتو بوخت دي.

د هند د ملي امنیت سلاکار د بدخشان په ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په خاطر جمهور رئیس غني او د ده له لارې د افغانستان خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د هند د مرستو له امله مننه وکړه، د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوو ته د اشارې په ترڅ کې یې وویل چې زموږ ملي اردو هم له طبیعي پېښو سره د مبارزې په لاره کې له ځانه زړورتیا ښودلې، د خپلو خلکو د نجات لپاره یې ډېرې هڅې کړي دي خو دوی لا په دې برخه کې نورو مرستو او روزنو ته هم اړتیا لري

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement