پوسټ کوډ ۸۳۰۵۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ وری ۱۳۹۴ ۰۹:۱۵

د یوه قوماندان په ګډون ۷ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته.

د نرخ ولسوال? په اند?و سيمه ک? امنيتي ?واکونو ت?ره شپه عمليات ترسره ک?ل،چ? په تر? ک? د مخالفينو د ملا رحمت الله په نوم يو قوماندان او د هعه مل?ري ملا شريف ووژل شول .

د میدان وردګو ولایت په نرخ،چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال د یوه قوماندان په ګډون درې وسله وال مخالفین ووژل شول او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د نرخ ولسوالۍ په اندړو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د مخالفینو د ملا رحمت الله په نوم یو قوماندان او د هعه ملګری ملا شریف ووژل شول .

همدا راز د دایمیرداد ولسوالۍ په احمدخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی .

امنیتي ځواکونو همدا راز د چک ولسوالۍ په فقیري سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ټپيان شوي او د دوی دوه عرادې موټرسایکلونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

په ترسره شویو عملیاتو او نښته کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement