پوسټ کوډ ۸۲۷۵۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۹ وری ۱۳۹۴ ۱۱:۵۸

داعش ډله لا په افغانستان کښې نشته خو د راتګ امکان یې ډیر دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وايي چ? داعش وسله واله سرزور? ?له په افغانستان ک? نشته ?که چ? دا ?له په افغانستان ک? لازم ملات? نه لري

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې داعش وسله واله سرزورې ډله په افغانستان کې نشته ځکه چې دا ډله په افغانستان کې لازم ملاتړ نه لري.
ښاغلي کرزي د کاناډا خبري چاینل ته وویل:«تر کومه ځایه چې په افغانستان کې له داعش سره تړاو لري، تر دې دمه دا یوازې یوه ناره او شعار دی. ډېرې رسنۍ یې په افغانستان کې مطرح کوي خو عملاً داسي نښه نشته چې دا ډله وښيي.»
ښاغلي کرزي په عین حال کې وویل چې د دې خبرې معنا دا نه ده چې داعش به افغانستان ته رانه شي. «یوه ورځ به ووینئ چې د طالبانو سپین بیرغونه د داعش په تورو هغو بدل شي. خلک به هماغه وي، خو نوم به بدل کړي او دا کار په اسانه کېدای شي.»
ده وویل چې د دې بدلون لپاره داعش په سیمه کې ملاتړ ته اړتیا لري.
کرزي همداشان د امریکې د ولسمشر اوباما له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهالوېش کې له بدلون سره هم مخالفت وکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement