پوسټ کوډ ۸۲۵۶۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۸ کب ۱۳۹۳ ۱۲:۲۵

په کندهار او ننګرهار کې به د امریکا پوځي اډې د ۲۰۱۵ ترپایه ونه تړل شي

يو امريکايي لو? رتبه چارواکي وايي چ? په کندهار او نن?رهار ک? به د امريکا پو?ي ا?? د ???? کال ترپايه ونه ت?ل شي.

یو امریکایي لوړ رتبه چارواکی وایي چې په کندهار او ننګرهار کې به د امریکا پوځي اډې د ۲۰۱۵ کال ترپایه ونه تړل شي.
واشنګټن پردې غور کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ورو کړي ترڅو له نوي حکومت سره د طالبانو په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په پالیسي کې دغه احتمالي بدلون د دې ښکارندوي کوي چې امریکا د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني چې له واشنګټن سره زیاته همکاري کوي، ملاتړ کوي او نه غواړي چی افغان امنیتي ځواکونه له هغه برخلیک سره مخامخ شي چې له عراقه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد ځواکونه ورسره مخامخ شوي و.
د افغانستان په اړه په پالیسي کې له دغه بدلون سره په یوه وخت کې د نویو هڅو په ترڅ کې پاکستان او چین هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی.
واشنګټن د چین د دې اقدام چې د روغې جوړې د پروسې لپاره یې یو ډیپلوماتیک چینل پرانیستی، کلک ملاتړ کړی دی.
د رویټرز په وینا دغه امریکایي چارواکي چی نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې د تیر کال د مۍ د میاشتې راهیسې وضعیت تغیر کړی.
هغه مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال ترپایه به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له لسو زرو شاوخوا نیمایي ته راکم شي او دغه ځواکونه به یواځې د کابل او بګرام له اډو څخه عملیات مخ ته وړي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه چې د کندهار او ننګرهار اډې به تر راتلونکې کال پورې ونه تړل شي څه نه دي ویلي.
خو د اژانس په وینا اوباما به په راتلونکو ورځو کې په دې اړه پریکړه وکړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پروسه څه ډول مخ ته لاړه شي، ښایي هم نوموړی راتلونکې اونۍ چې کله افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه اجرایه ریس عبدالله عبدالله له واشنګټنه کتنه ترسره کوي، په دې اړه پریکړه وکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement