پوسټ کوډ ۸۲۴۸۶
نیټه خپرول: شنبه ۲۳ کب ۱۳۹۳ ۱۷:۳۳

جمهور رئیس غني د دوه ورځني رسمي س

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د دوه ورځني رسمي سفر لپاره نن له غرمې وروسته سعودي عربستان ته روان شو.
جمهور رئیس غني به سعودي عربستان ته د خپل دغه دوه ورځنی رسمي سفر په لړ کې د الحرمین الشریفین له خادم او د سعودي عربستان له پادشاه والا حضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.
همدا راز د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړکې مکې معظمې ته لاړ شي او د عمرې مراسم به پرځای کړي.
له جمهور رئیس غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني، د پوهنې وزارت سرپرست محمد شفیق صمیم، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست واصل نور مهمند، د مالیې وزارت سرپرست شفیق احمد قاري زاده، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت کرزی، د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي، د سولې د عالي شورا د دارالانشأ رئیس محمد معصوم ستانکزی او د جمهوري ریاست د عالي مقام ویاند اجمل عبید عابدي ملګرتیا کوي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement