پوسټ کوډ ۸۲۱۰۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ کب ۱۳۹۳ ۱۲:۵۶

په سیداباد ولسوالۍ کې د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې .

د ميدان ورد?و ولايت په سيداباد ولسوال? ک? د لس?ونو قاريانو ترمن? د حسن قرائت سيال? ترسره شو? .

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لسګونو قاریانو ترمنځ د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې .
دغه سیالۍ چې د سیداباد ولسوالۍ په مرکزي جومات کې جوړي شوې وې،په کې د یادې ولسوالۍ د ولسوال سربیره دیني عالمانو،قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو،چې په ترڅ کې قاري احسان الله وکولای شول،چې لومړی مقام خپل کړي .
د سیداباد ولسوالۍ د بېلابېلو دارالحفاظونو څخه شاوخوا اتیا تنو ګډونوالو د استاد قاري عبدالقادر او استاد قاري زرخان پر وړاندې سیالي ترسره کړه،چې په ترڅ کې د شیخ اباد د سپيڅلو شهیدانو د دارالحفاظ څخه قاري احسان الله لومړی مقام ترلاسه کړ.
همدا راز د دغه سیالیو په ترڅ کې د دشتې ټوپ فیض القران دارالحفاظ څخه بصیر احمد دویم او د اونخي درې د شهید جماالدین دارلحفاظ څخه حزب الله دریم مقام ترلاسه کړ.
غونډې ته دیني عالم مولوی محمدالدین پر یادو سیالیو جوړېدو خوښي ښکاره کړه او له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه،چې د دغه ولسوالۍ سربیره یې په نورو ولسوالیو کې هم د حسن قرائت سیالۍ ترسره کړي او غوښتنه یې وکړه،چې دغه لړۍ ته دې دوام ورکړل شي .
د سیداباد ولسوال فضل کریم مسلم وویل خوښ دی،چې د دوی په بلنه د دې ولسوالۍ ټولو قاریانو د حسن قرائت په سیالیو کې ګډون وکړ او بریالیو کسانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ نورو ته هم لارښووونه وکړه،چې د لومړی مقام د ترلاسه کولو په موخه دې هلي ځلي وکړي .
وروسته د سیداباد ولسوالۍ مقام له لورې بریالیو او نورو قاریانو ته برابر شوي انعامات او ډالۍ چې په کې شپږ جلده کابلی تفسیر،جامې،لونګۍ او نور توکې شامل وو هم ورکړل شول .
تر دې وړاندې په چک او نرخ ولسوالیو کې د مسؤلینو له لورې د حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې وې

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement