پوسټ کوډ ۸۲۰۰۱
نیټه خپرول: شنبه ۲ کب ۱۳۹۳ ۱۶:۰۶

د امریکا دفاع وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره ګوري

د امريکا دفاع وزير اشتن کارتر در? ور?? وروسته تر د? چ? دفاع وزير و?اکل شو خپل لوم?ي سفر له افغانستانه پيل ک? او نن کابل ته ورسيد.

د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر درې ورځې وروسته تر دې چې دفاع وزیر وټاکل شو خپل لومړی سفر له افغانستانه پیل کړ او نن کابل ته ورسید.
دی به له افغان مشرانو او امریکایي قوماندانو سره په افغانستان کې خبرې وکړي او له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان وغږیږي.
اشتڼ کارتر چې د سې شنبې په ورځ د دفاع وزیر په توګه لوړه وکړه؛ خبریالانو ته د افغانستان لور ته د سفر پر مهال وویل؛ موږ په افغانستان کې د دایمي سولې د راتګ هڅې کوو او هیلې یې کوو.
اشټن کارتر د ولسمشر اوباما د دفاع څلورم وزیر دی. دی مخکې د دفاع وزارت مرستیال و.
اسوشیېټډ پرېس اژانس د اشټن خبرې رااخیستي دي او د افغانستان د امنیت په اړه لیکي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ورو - ورو پیاوړې کیږي؛ خو لا هم دغه هیواد له یاغیانو سره په دیارلس کلنه جګړه کې ستونزې لري.
په داسې حال کې ګڼ افغانان اندیښنه لري چې ولسمشر اوباما به روان کال په افغانستان کې د شاوخوا پاتې لس زره پوځیانو شمیر نیم ته راښکته کړي او بیا به ټول امریکایي پوځیان راتلونکي میلادي کال له افغانستانه وباسي.
خو د افغانستان په لور په الوتکه کې اشټن کارتر خبریالانو ته وویل چې دی هیله لري چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پر پلان له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړي او د هغه نظر واخلي چې څرنګه امریکایي ځواکونه په ښه ډول د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو ماموریت ته ادامه ورکولی شي.
د امریکا دفاع وزیر وویل، دی همداراز هیله لري چې له اشرف غني څخه واوري چې له طالبانو سره یې د سولې هلې ځلې څرنګه روانې دي.
اشټن کارتر وویل، دی به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل سره هم خبرې وکړي.
جنرال کمپبل په وروستیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته د واشنګټن د سفر پر مهال وړاندیز وکړ چې روان کال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروګرام ورو کړي او له پلان سره سم د افغان ځواکونو د روزنې یو مهم مرکز ونه تړي.
د امریکا نوي دفاع وزیر هغو راپورونه ته ډیره اندیښنه ونه ښوده چې ویل کیږي د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې فعاله شوې ده. ده وویل چې له راپورونو ښکارې چې په افغانستان کې دغه ډله لږ کسان لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement