پوسټ کوډ ۸۱۹۳۳
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۹۳ ۱۴:۳۴

جمهور رئیس غني د ایران د جمهور رئیس له مرستیال سره وکتل

افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني، نن سهار د ايران د جمهور رئيس له مرستيال ?اغلي شريعتمداري سره وکتل.

 افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، نن سهار د ایران د جمهور رئیس له مرستیال ښاغلي شریعتمداري سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ایران د جمهور رئیس مرستیال وویل: موږ په خپل ګاونډي او ورور هېواد افغانستان کې د سترو بدلونونو شاهدان یو او موږ ډاډمن یو چې افغانستان د ثبات په لور د حرکت په حال کې دی.
ښاغلي شریعتمداري وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د هغه هېواد له لوري د ګډو همکاریو د کمیسیون لپاره ټاکل شوی دی او دغه کمیسیون به د افغانستان او ایران ترمنځ د لا ډېرو همکاریو د لارې نقشه او طرحه برابره کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د ګډو همکاریو کمیسیون ته به د افغانستان له اړخه هم د کابینې یو وزیر ور وپیژندل شي.
د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې دغه کمیسیون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره د لارې د یوې نقشېاو طرحې پرجوړولو کار وکړي او دغه طرحه بایدد ترهګرۍ د خطرونو او ډولونو د پیژندنې او د هغو پرخلاف د مبارزې ، له نشه یي توکو سره د مبارزې، د اقتصادي او ترانزیتي همکارۍ، دقانوني سوداګرۍ د پراختیا، د کډوالو د ستونزو د حل لارو او د اوبو په اړه د همکارۍ یوه داسې بشپړه ټولګه وي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیاسبب شي.
جمهور رئیس غني وویل چې ایران ته د اقتصادي مهاجرتونو په برخه کې خپل مسوولیت منو او غواړو چې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره په اساسي ډول په یو رغنده بحث کې برخه واخلو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د یو فعال غړي په توګه د خپل بهرني سیاست په پنځو کړیو کې له شاملو هېوادونو سره د نیکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او په هیڅ ډول به له یو هېواد سره د افغانستان اړیکې، بل هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته خطر متوجه نه کړي.
جمهور رئیس غني وویل چې د ایران د جمهور رئیس ډاکټر حسن روحاني د رسمي بلنې له مخې به ډېر ژر دغه هېواد ته سفر وکړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement