پوسټ کوډ ۸۱۹۲۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۹۳ ۱۸:۳۷

د ملي امنیت سلاکار د پاکستان له لوی درستیز سره وکتل

په دغه کتنه ک? دوا?و لورو د افغانستان او پاکستان ترمن? د دوه ا?خيزو همکاريو د پراختيا په باب خبر? وک?? او په دوه ا?خيزو مسئلو ک? له شويو پرمخت?ونو ?خه ي? خو?ي ?ر?نده ک?ه.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن له غرمې وروسته د پاکستان داردو له لوی درستیز راحل شریف سره چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په باب خبرې وکړې او په دوه اړخیزو مسئلو کې له شویو پرمختګونو څخه یې خوښي څرګنده کړه.
د پاکستان د اردو لوی درستیز ښاغلي راحل شریف وویل چې هېواد یې د سولې او ثبات د خبرو اترو د پرمخ بیولو په لاره کې له افغانستان سره همکاري کوي او پاکستان به د دغه هدف لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
د دغې کتنې په پای کې دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ په همکاریو کې پرمختګ به په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت سبب شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement