پوسټ کوډ ۸۱۷۰۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۳۹۳ ۱۴:۵۶

سرتاج عزیز: چین د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب کوي

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار افشا ک?ه چ? چين د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمن? د سول? د خبرو د کوربه توب و?انديز ک?ي دي.

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افشا کړه چې چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د راپور له مخې سرتاج عزیز چې په عین وخت کې د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار دی، د سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې اصلي پرېکړه به د افغانستان د حکومت له لوري کېږي او پاکستان هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسانتیا برابروونکي رول لوبولو ته تیار دی.
ورځپاڼه وايي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې د وخت اړتیا ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېرې هلې ځلې وکړې او د هغو په نتیجه کې د طالبانو لپاره د قطر دفتر پرانستل شو خو د سولې خبرې ونه شوې.
د ورځپاڼې په باور له افغانستانه اکثره بهرني پوځیان وتلي او هغوی چې پاتې دي په جګړه کې

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement