پوسټ کوډ ۸۱۰۷۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۳۹۳ ۱۲:۳۳

جمهور رئیس غني: د ملي پروژو کنټرول او مدیریت باید پیاوړی شي

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني، له وزارتونو او دولتي ادارو ?خه د ليدن? د ل?? پر دوام، نن د فوايدعام? وزارت چار? له ن?د? ?خه و ارزول?.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، له وزارتونو او دولتي ادارو څخه د لیدنې د لړۍ پر دوام، نن د فوایدعامې وزارت چارې له نږدې څخه و ارزولې.
جمهور رئیس غني د فواید عامې وزارت له چارواکو سره د ليدنې پرمهال د پروژو کنټرول کمزوری وباله او ټینګار وکړ چې ټولې لویې پروژې دې کنټرول او په هره اوونۍ کې دې د هغو د څرنګوالي په اړه پخپله ده ته رپوټ ورکړل شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د فواید عامې وزارت باید په سلوکې ۹۰ فیصده تخنیکي او لس فیصده اداري و اوسي ترڅو خپلې اصلي تخنیکي دندې په موثر ډول ترسره کړای شي.
جمهور رئیس غني د فوایدعامې وزارت چارواکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه وزارت دپیاوړتیا لپاره چې هر ډول امکاناتو او پانګې اچونې ته اړتیا وي، دی به یې ورته مهیا کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د فواید عامې په وزارت کې موجودو ستونزو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، له بده مرغه په تېرو ۱۳کلونوکې د انجنیرۍ پر بنیادي ظرفیتونو چې د سړکونو د ساتنې او څارنې او د پروژو د مدیریت په برخوکې ورته اړتیا ده، کار نه دی شوی.
جمهور رئیس غني د عرضې او تقاضا ترمنځ اړیکې ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د فواید عامې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ باید قوي همغږي موجوده وي او داسې یو چوکاټ رامنځته شي چې له مخې یې کاري رشتې وسنجول شي او بیا د
کابل پولیتخنیک پوهنتون او د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځی د ۲۱ پیړۍ د اړتیا له مخې خپل نصاب عیار کړي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې افغانستان باید د دغه کلیدي وزارت له لارې ثروت ترلاسه کړي چې د دغه کار لپاره د سړک جوړونې د څرګندو ستندردونو موجوديت ته اړتیا ده .
جمهور رئیس محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې موږ باید د پروژو د پلان جوړونې، ډیزاین  او عملي کولو په برخه کې پر نورو باندې له اتکا کولو څخه را ووځو.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې د فواید عامې وزارت دې د پروژو او د هغو د مالي سرچینو مدیریت رامنځته کړي او له دې لارې باید د سړک جوړونې قیمت راټیټ او کیفیت یې لوړ شي ځکه افغانستان په اوسنیو شرایطوکې د لوړو قیمتونو توان نه لري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement