پوسټ کوډ ۸۰۹۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۱ ۱۷:۰۳

ننګر هار والي دملګرو ملتــــــــــــــونو داستازي دفتر څخه دښو کړ نو له امله دستاينليک ترلاسه کولو پرمهال څرګند کړ

په د? کتنه ک? په ختي?و ولاياتو ک? دسياسي او مدني ?ولنو وضعيت او بشري حقونو په ا?ه هم بحث او خبر? اتر? وشو? .

سوکاله او دښې حکومت دارۍ لرونکى افغانستان دسيمې او نړۍ په ګټــــــــــه دى دغــــــه ټکى سلاکــــــار وزير او ننګر هار والي ګل اغاشېرزي دملګرو ملتــــــــــــــونو داستازي دفتر څخه دښو کړ نو له امله دستاينليک ترلاسه کولو پرمهال څرګند کړ.

دغه کتنه چې په افغانستان کې دملګرو ملتونودخاص استازي يان کوبېش لخوا سلاکاروزير او ننګرهاروالي ګل اغاشېرزي ته دترتيب شوي ستاين ليک دسپارنې په موخه جوړه شوې وه ، لومړى دننګرهاروالي ته دختيځو ولاياتو دملګرو ملتونو دخاص استازي سيمه ييز دفتر مسولې هېرن سانک له لورې ترتيب شوى ستاين ليک وسپارل شو.
په دې کتنه کې په ختيځو ولاياتو کې دسياسي او مدني ټولنو وضعيت او بشري حقونو په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې .
نوموړې دننګرهار والي ته وويل دملګروملتونو اداره او په افغانستان کې دملګرو ملتونو خاص راستول شوى استازى ستاسې له همکاريو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې ديوناما سيمه ييز دفتر ته دهر ډول کاري فرصتونو دبرابرولو له امله منندوى دى .
نوموړې وويل په ننګرهار کې دسياسي او مدني حرکتونو ، دبشري حقونو وضعيت ، بيان ازادۍ او نورو برخو کې دپام وړ پرمختګ شوى او ترې يي هيله وکړه چې په دې برخه کې نور کار هم صورت ونيسي او په دې برخه کې يې ديوناما د دوامداره ملاتړ ډاډ هم ورکړ. 

دننګرهاروالي په افغانستان کې د سولې ، بشري حقونو خونديتوب ، ټاکنو او ښې حکومت دارۍ په برخه کې ديوناما له همکاريو مننه وکړه ، چې دتيرو څه دپاسه لسو کالو راهېسې يې ترسره کړي او ډاډ يې ورکړ چې دى به هم دافغانانو دارمانونو دپوره کيدا لپاره لاهڅې وکړي .
دننګرهار والي زياته کړه دى دراتلونکو ټاکنو په اړه ډېر فکر کوي او هيله يې څرګنده کړه ، چې يوناما او نړيوال ائتلاف په افغانستان کې شفافو ټاکنو لپاره هر ډول زمينې برابرې کړي . 

ښاغلي شېرزي داهم وويل افغانستان يوه قبايلي ټولنه ده ، دا اړينه ده چې دټاکنو په ګډون په ټولو ملي پروسو کې بايد دټولو قومونو نظرياتو او مشورو ته پاملرنه وشي . 

دننګرهار والي وويل دشفافو ټاکنو له لارې سوکالي او ښه حکومت دارۍ رامنځته کيدى شي اوپه افغانستان کې سوکالي او ښه حکومت داري دسيمې او دنړۍ د هېوادونو په ګټه ده .
په وروستۍ برخه کې دختيځو ولاياتو سيمه ييز دفتر مسولې دننګرهار والي له نظرياتو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې نظريات به يې دمرکزي دفتر مسولينو سره شريک کړي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement