پوسټ کوډ 80761
نیټه خپرول: پنج شنبه 20 لیندۍ 139314:22

طالبانو پر شینډنډ ولسوالۍ ډله ییز برید کړی

د افغانستان په لو?دي? هرات ولايت ک? وسله والو طالبانو پر شين?ن? ولسوال? ?له ييز بريد ک?ي دي.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې وسله والو طالبانو پر شینډنډ ولسوالۍ ډله ییز برید کړی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، اوس د ولسوالۍ په مرکز کې جګړه روانه ده.
دوی وايي، له هرات ښار نه شینډنډ ولسوالۍ ته د ملي اردو، ملي پولیسو او ځانګړو ځواکونو ملاتړي پوځيان ورغلي دي.
سرچینه وايي، تر اوسه د احتمالي تلفاتو په اړه کره مالومات نه لري.
د افغانستان ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، شینډنډ سقوط نه دی کړی، خو یوې ډلې "اورپکو پرې" برید کړی دی.
ښاغلي عظیمي لیکلي، د ملي اردو سرتېري هلته استول شوي او په پام کې ده، چې نور ځواکونه هم شینډنډ پوځي اډې ته ولېږدل شي.
د افغانستان امنیتي سرچینې اټکل کوي، چې شاید سل او یا یو نیم سل وسله والو طالبانو پر شینډنډ برید کړی وي.
شینډنډ د هرات په سوېل کې له ښاره نژدې ۱۲۰ کیلومتره لیرې ولسوالي ده.
په دې ولسوالۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی روزنیز هوايي ډګر پروت دی.
په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ډېر کړي دي.
تر ټولو تازه ځانمرګی برید د پنجشنبې پر ګهیځ کابل کې د ملي اردو پر لېږدوونکي بس و، چې لږترلږه شپږ ملي اردو عسکر یې ووژل او د څلورو ولسي وګړو په ګډون یې ۱۴ نور ټپیان کړل.
دوه اونۍ مخکې، د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی و، چې نژدې هره ورځ به خونړی برید کېده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement