پوسټ کوډ ۸۰۵۶۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۳ ۱۲:۲۱

جمهور رئیس غني: نړیوالې ټولنې ته د حساب ورکونې په بر

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني اروپا ته د خپل سفر په وروست? ور? دجمع? په ما?ام د آلمان له صدراعظم? م?رمن ان?لا مرکل سره د دغه ه?واد دبرلين په ?ارک? وکتل.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني اروپا ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ دجمعې په ماښام د آلمان له صدراعظمې مېرمن انګلا مرکل سره د دغه هېواد دبرلین په ښارکې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو مناسباتو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سولې د بهیر، افغان امنیتي ځواکونو ته د مسلکي روزنې او د سیمه ایزو مسئلو په باب خبرې وکړې.
له کتنې وروسته دواړو مشرانو په یوه ګډه مطبوعاتي ناسته کې برخه واخیسته.
د آلمان صدراعظمې په تېرو ۱۳ کلونوکې د افغانستان په شمال کې د دغه هېواد د پوځي ماموریت او د پرمختیا، پوهنې او د پولیسو د روزنې په برخوکې له افغانستان سره د شویو مرستو او همکاریو یادونه وکړه وې ویل چې آلمان به له دې وروسته هم د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخوکې خپلو مرستو او
همکاریو ته دوام ورکړي.
مېرمن انګلا مرکل د افغانستان او آلمان ترمنځ د اوږدو کلونو اړیکو ته د اشارې په هرڅ کې وویل چې دغه دواړه هېوادونه له یو بل سره لرغونې اړیکې لري چې په راتلونکي میلادي کال به د دغو اړیکو سلمه کلیږه ولمانځل شي.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د آلمان د پوځي او ملکي کارکوونکو سر ښندنې وستایلې او د هغوی د قربانیو درناوی یې وکړ او په تېرو ۱۳ کلونوکې یې له افغانستان سره د دغه هېواد له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه.
محمد اشرف غني وویل، په افغانستان کې سیاسي انتقال په ښه توګه تر سره شو چې په لړ کې یې واک په سوله ایز ډول له یو منتخب جمهور رئیس څخه بل منتخب جمهور رئیس ته ولېږدول شو.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د دغه هېواد د اکثرو وګړو استازی حکومت وباله، وې ویل چې موږ د تفرقې پر سیاست برلاسي شوي یو.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په آسیا کې د افغانستان مهم موقعیت ته د اشارې په ترڅ کې وویل، که فرصتونه رامنځته شي افغانستان به د سیمې د سوداګریز ترانزیت په مرکز بدل شي.
د افغانستان جمهور رئیس په هېوادکې د سولې ټینګښت د خپل حکومت ملي لو مړیتوب وباله، وې ویل چې موږ غواړو په حکومت کې داسې یو مشارکت رامنځته کړو چې په هغه کې ټول افغانان ونډه ولري.
ده په حکومت کې د روڼتیا او حساب ورکونې اصل ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې نړیوالې ټولنې ته د حساب ورکونې په برخه کې زموږ ژمنه روښانه ده او موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو.
محمد اشرف غني وویل چې په افغانستان کې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر مخ ولاړ شي چې په دې برخه کې موږ د نړیوالې ټولنې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لرو.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ غواړو چې د سیمې له هېوادونو سره د سیمه ایزو همکاریو لپاره د سولې پر یوه داسې تړون کار وکړو چې د ټولو ګټې پکې نغښتې وي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement