- 0 څرګندونه
- چاپ
دکوبانی ښار، د ترکیی په وسیله تر حملی لاندی ونیول شو

د سوريي په شمال کي، دکوباني ?ار د ترکيي د پو? د توپونو او ?ان?ونو په ?وليو سره وويشتل شو .
د سوریی په شمال کی، دکوبانی ښار د ترکیی د پوځ د توپونو او ټانګونو په ګولیو سره وویشتل شو .
د پرس ټی وی د شبکی د نننی رپوټ په اساس، د ترکیی د پوځ د توپونو په وسیله، د کوبانی په ښار باندی حمله، د دی ښار د یو شمیر غیر پوځی خلګو او دفاع کونکو ځواکونو د ټپیانیدو، سبب شوه .
د کوبانی سیمی د رئیس، انور مسلم، له قوله، د رووداو کرد ژبی ورځپاڼی، اعلان وکړ چی، د ترکیی د پوځ توپونو، د داعش ترهه ګری ډلی د حملو د درولو په پلمه؛ د کوبانی ښار مرکز تر حملی لاندی ونیو.
د انور مسلم له قوله، د داعش ترهه ګرو او د کوبانی کردو دفاع کونکو ترمنځ نښته، هماغه راز د دغه ښار په مختلفو سیموکی دوام لری .
د کوبانی ښار، له دؤو میاشتو راهیسی، د داعش د ترهه ګری ډلی د غړیو، او کردی مبارزانو ترمنځ، دنښتی ډګر دئ .