پوسټ کوډ ۸۰۴۳۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لیندۍ ۱۳۹۳ ۱۲:۲۴

د افغانستان او نیپال جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ

د افغانستان او نيپال جمهورو رئيسانو د دوا?و ه?وادونو ترمن? د ا?يکو پر پراختيا باند? ?ين?ار وک? د افغانستان جمهور رئيس م

د افغانستان او نیپال جمهورو رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نیپال ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، نن له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئیس ښاغلي رام باران یادف سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې د دغه هېواد د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د آسیا د جنوب د همکاریو د سازمان ( سارک) په چوکاټ کې  د همکاریو د پراختیا او د یو لړ نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په باب بحث او خبرې وکړې.
د نیپال جمهور رئیس د دغه هېواد د حکومت او خلکو په استازیتوب، جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي ته یې ښه راغلاست و وایه او څرګنده یې کړه چې د نیپال او افغانستان خلک په یوه سیمه کې ژوند کوي او د ګډ تمدن لرونکي دي.
ده وویل چې د افغانستان او نیپال دولتونه له پنځوسو کلونو را په دیخوا دیپلوماتیکې اړیکې لري چې اوس مهال باید د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره نورې ډیرې هڅې هم وشي. 
ښاغلي رام باران یادف هیله څرګنده کړه چې د نیپال هېواد او همدا راز د آسیا د جنوب د همکاریو سازمان وکولای شي د جمهور رئیس غني له تجربو څخه استفاده وکړي.
په مقابل کې د افغانستان جمهور رئس محمد اشرف غني له افغاني پلاوي څخه د نیپال د خلکو له تود هرکلي څخه د مننې په ترڅ کې وویل، خوښ یم  چې له ډیرې مودې وروسته له دوست هېواد نیپال څخه لیدنه کوم.
جمهور رئیس غني د نیپال جمهور رئیس د نیپال د ټولنې له منځ څخه راپورته شوی شخصیت وباله، وې ویل چې ښاغلي رام باران یادف د خپل هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ډیر زحمتونه ګاللي دي.
د افغانستان جمهور رئیس د افغانستان او نیپال ترمنځ تاریخي مناسبات حسنه او نیکې اړیکې وبللې، ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید نه یوازې  په همدې حال پاتې شي، بلکې له پخوا  څخه  زیاتې ټینګې او پراخې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement