پوسټ کوډ ۸۰۲۵۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۳ ۱۴:۰۲

ننګرهار: چارواکو د ولسي خلکو د برمته کیدو خبر رد کړ

د نن?رهار چارواکي دا خبرنه تاييدوي چ? د د? ولايت په هسکه مينه ولسوال? ک? وسله والو طالبانو يو شم?ر ولسي خلک برمته ک?ي دي.

د ننګرهار چارواکي دا خبرنه تاییدوي چې د دې ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو شمېر ولسي خلک برمته کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي پرون [چهارشنبه] ازادۍ راډیوته وویل چې په هسکه مینه ولسوالۍ کې دولتي استازو تراوسه دوي ته د وسله والو طالبانو له خوا د ولسي خلکو د برمته کیدو خبر نه دی ورکړی.
په وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې وسله والو طالبانو د ننګرهارپه هسکه مینه ولسوالۍ کې یوشمېرسیمه يیزخلک نیولي او هغوي یې مجبورکړي چې په سیمه کې پاکستان ته د مخدرو موادو د قاچاق لپاره یوه تللې لار، جوړه کړي.
په رپوټونو کې د ځیني سیمه يیزو سرچینو په حواله ویل شوي و چې وسله وال دې خلکو ته چې شمېریې له اتیا ترسلو تنو پورې دې، په ورځ کې زر کلدارې [روزمزد] هم ورکوي.
خو د ننګرهار د والي ویاند وویل چې په دې ارتباط دوي ته رسمي خبر نه دی رسیدلي.احمد ضیا عبدالزی وايي:
″دا ګرازش رسمي موږ ته نه دی رسیدلی نو ښايي یوه اوازه وی. تردې ګړۍ موږ ته د دې مسالې کوم خبر نه دی راکړ شوی. خو په هسکه مینه کې هغه ښوونځي بیرته پرانیستل شوي چې وسله والو په وروستیو کې تهدید کړی وو او تړل شوي و.″
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه په هسکه مینه ولسوالۍ کې د ښوونځیو ستونزه حل شوې ده.
د عبدالزي په وینا، لږترلږه لس ورځې مخکې په هسکه مینه کې خلکوته خبرداری ورکړ شوی و چې خپل بچیان دې ښوونځي ته نه استوي او خلکو ته ویل شوي وو چې ښوونځي به تړلي وي.
د ننګرهار د والي ویاند وویل، وسله والو طالبانو غوښتل چې ځیني بندیان یې خوشې شي او هغه لاره چې د سیمې امنیتي مسولینو د وسله والو د موټرو د تګ راتګ د مخنیوی لپاره تړلې وه، پرانیستل شي.
خو د عبدالزي په وینا، په هسکه مینه کې د ښوونځيو د تړل کیدو مساله پرته له دې چې د وسله والو طالبانو دا او ځیني نورې غوښتنې ومنل شي، د قومي مشرانو په خبرو حل شوه.
د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې پوځي عملیات هم شوي او له اتو تر لسو پورې وسله وال کسان په کې وژل شوي.
د عبدالزي په وینا، په دې وژل شویو کسانوکې ځینو د هسکې مینې د ښوونځیو په تړل کیدو کې لاس درلود.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement