پوسټ کوډ ۸۰۲۰۸
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۵ لړم ۱۳۹۳ ۱۱:۱۲

د ولسي جرګې پر غړې شکریه بارکزۍ موټر بم چاودنه شوې

دافغانستان په پلازم?نه کابل ک? نن سهار (نوامبر ??) چاودنه شو?.

دافغانستان په پلازمېنه کابل کې نن سهار (نوامبر ۱۶) چاودنه شوې.
په دغه پېښه کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپیان دي.
ویل کېږي، دغه چاودنه د کابل په لویدیځه برخه کې د افغانستان پارلمان ته نژدې تر سره شوې.
کابل پولیسو دغه پېښه تایید کړې او وايي، چې دا یوه لویه چاودنه وه.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته ویلي، دغه چاودنه د شپږمې حوزې اړونده سیمه دارالامان پر سرک تر سره شوې. نوموړي د دغې چاودندې په تړاو ډېر جزییات نه دي ورکړي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې په دغه پېښه کې شکریه بارکزۍ ته زیان نه دی رسېدلی، خو وايي ۳ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د افغانستان د پارلمان یوې وکیلې هیله ارشاد بي بي سي ته وویل، چې دغه پېښه کې د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ موټر په نښه شوی دی.
مېرمن هیلې چې د امنیت له روغتونه یې خبرې کولې د مېرمن بارکزۍ د روغتیا په اړه یې وویل، چې نوموړې یو څه ټپي شوې.
سیمه ییزو رسنیو په دغه پېښه کې د یو شمېر زده کوونکو او د پارلمان د یوې وکیلې ټپي کېدو خبر ور کړی.
خو دولتي چارواکو تر دې دمه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د دغې پېښې مسولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement