پوسټ کوډ ۸۰۱۲۴
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۳ ۱۷:۲۵

ماليي وزارت د نړېوالې ټولنې څخه ۷۵میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې

په تيرو?و مياشتو ک? د ملي عوايدو د کموالي او ن??وال? ?ولن? په مرسته ک? د ?ن? له امله له يوشم?رستونزو سره مخامخ وو.

د افغانستان د مالي وزارت چارواکي وایي چې د نړېوالې ټولنې څخه یي پنځه اویا میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړي ده.

د دغه وزارت ویاندعبدالقادر جیلاني ازادۍ راډیو ته وویل، په تیروڅو میاشتو کې د ملي عوایدو د کموالي او نړېوالې ټولنې په مرسته کې د ځنډ له امله له یوشمېرستونزو سره مخامخ وو.

ښاغلي جیلاني د پنځه ویشتو میلیونو ډالرو نورې مرستې یادونه هم وکړه چې په نږدې راتلوونکې کې به یي ترلاسه کړي:

″موږ ته پنځه اویا میلیونه ډاره مرسته تر رسیدلې ده چې په عادي بودیجه کې به مصرف شي او په نږدې راتلوونکې کې به، پنڅه ویشت میلیون ډالر نوره مرسته هم ترلاسه کړو چې مجموعآ سل میلیونه ډالرو ته رسیږي له دغې پيسو څخه به په عادي او انکشافي بودیجه کې کار واخیستل شي.″

د ښاغلي جیلاني په خبره له نړېوالې ټولنې، امریکا او مرستندویه هېوادونو څخه یي پنځه سوه درې اویا میلیونه ډآلره مرستې غوښتنه کړې وه چې اوس مهال یي سل میلیونه ډالره ترلاسه کړې او نورې پیسې به په تدریجي ډول ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا له دې سره به د دوی مالي ستونزې تر ډېره هوارې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement