پوسټ کوډ ۸۰۰۴۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۸ لړم ۱۳۹۳ ۰۹:۴۹

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال سره وکتل

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني، له نشه يي توکو سره د مبارز? په چاروک? د مل?رو

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، له نشه یي توکو سره د مبارزې په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي له مرستیال یوري فید وتوف سره نن ماښام په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي یوري فید وتوف جمهور رئیس غني ته د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي بانکي مون نېکې هیلې او سلامونه ورسول او د افغانستان د جمهور رئیس په توګه یې د هغه د ټاکل کېدو له امله ورته مبارکي وویله.
همدا راز ښاغلي یوري فید وتوف وویل چې ښاغلی بانکي مون غواړي په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیال د نشه یي توکو د کښت، استعمال او قاچاق د مخنیوي لپاره د دغه سازمان د هڅو او فعالیتونو په باب د افغانستان جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
ښاغلي یوري فید وتوف د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت څخه د ملګروملتونو د سازمان ملاتړ څرګند کړ او هیله یې وکړه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د نړیوالې ټولنې مرستې د افغانستان له پرمختیایي اجندا سره همغږې کړي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د نشه یي توکو ستونزې ته د اشارې په ترڅ کې وویل، نشه یي توکي هغه سرطان دی چې د افغانستان ټولنیز جوړښت له منځه وړي او د دغه هېواد پر لمن تور داغ لګوي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې د نشه یي توکو ستونزه یوازې د افغانستان ستونزه نه، بلکې دا یوه سیمه ایزه او نړیواله ستونزه ده چې سیمه ایزې او نړیوالې جدي ګډې مبارزې او هڅو ته اړتیا لري.
د افغانستان جمهور رئیس ټینګار وکړ چې له نشه یي توکو سره مبارزه یوې همغږې او واحدې نړیوالې ستراتیژۍ ته اړتیا لري چې له مخې یې باید د دغې پدیدې د تولید، ترانزیت او مصرف سره غوڅه او هر اړخیزه مبارزه پکې په پام کې ونیول شي.
محمد اشرف غني له نشه یي توکو سره د مبارزې یوه اغېزمنه لاره د افغانستان د کرنې د سیستم عصري کېدل وبلل او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د افغانستان له بزګرانو سره مرسته وکړي.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني افغانستان ته د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي منشي ښاغلي بانکي مون د سفر هرکلی وکړ او وې ویل چې په یوه مناسب وخت کې به د دغه سفر د ترتیباتو په اړه ښاغلي بانکي مون ته خبر ورکړل شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement