پوسټ کوډ ۷۹۳۴۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۰ تله ۱۳۹۳ ۱۴:۱۱

په افغانستان کې د لازیاتو ماشومان

د عام? روغتيا وزارت، د جاپان حکومت، د يونيسف ادار? او د روغتيا ن?يوال سازمان په افغانستان ک? د ور?ني واکسيناسيون د پرو?رام په پياو?? کولو سره د مخنيوي و? ناروغيو پرو?اند? د لازياتو ماشومانو د واکسينولو لپاره يو نو?ت په لاره واچاوه

 د عامې روغتیا وزارت، د جاپان حکومت، د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ورځنی واکسیناسیون د پروګرام په پیاوړې کولو سره د مخنیوي وړ ناروغیو پروړاندې د لازیاتو ماشومانو د واکسینولو لپاره يو نوښت په لاره واچاوه. ددغه نوښت لومړی پړاو ( له اکتوبر ۱۱ - ۱۶) د دوو کالو لاندې له ۲۵۰۰۰۰ زیاتو ماشومانو واکسین کولو لپاره او د امیندواری په عمر کې له ۶۳۰۰۰۰ زیاتې ښځې د ۱۷ ولایتونو په ۱۰۵ ولسوالیو کې چیرته چې ماشومان له واکسیناسیون پروګرام څخه پوره برخمن شوي ندي، پیلیږي.
د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکټرې ثریا دلیل ټینګار کوی: "دغه مهم نوښت مونږ ته مرسته کوي څو لازیاتو ماشومانو او ښځو ته لاسرسی ولرو او هغوی د مخنيوی وړ ناروغیو پروړاندې واکسین کړو. مونږ د ورځني واکسیناسیون پروګروام په پیاوړي کولو سره، کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې ټولې ښځې او ماشومان د اړتیا وړ ټول واکسینونه په کافي اندازه ترلاسه کوي. "
د افغانستان لپاره د جاپان هيواد سفیر ښاغلی هیروشی تاکاهاشی وایی: "دجاپان حکومت د واکسیناسیون له لارې د مخنیوی وړ ناروغیو پروړاندې د ماشومانو د خوندې ساتلولپاره د هلوځلو په مشارکت کې ډیره اوږده سابقه لري. دغه مهم اقدام کولای شي د واکسیناسیون د پروګرامونو د کیفیت په ښوالی او ماشومانو ته د لاسرسی په زیاتوالی کې مرسته وکړي. "
په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلی آکهیل آيير وایی: " یونیسف له دغه نوښت څخه چې د ورځنی واکسیناسیون د پروګرام د پوښښ د کچې د زیاتوالی په اړه په لاره اچول شوی دی ملاتړ کوي. مونږ د ورځينو واکسیناسیون له لارې پردې توانیدای شو څو واکسین ته د ماشومانو او ښځو د اړتیاوو ځواب ووایو چې په قسمی ډول واکسین شوي وي او یاهم هیڅکله واکسین شوی نوي او په داسې سیمو کې ژوند کوي چې هلته د واکسیناسیون ورځنۍ پروګرام نه پلي کیږي. "
د افغانستان لپاره د روغتيا نړیوال سازمان استازی ډاکټر ریک دیپرګورن وای: " په ۱۷ ولایتونو کې چې محدوده روغیايی بڼسټونه او د واکسیناسیون پروګرام د پوښښ کچه په کې کمه ده، د ماشومانو او د ښځو د روغتيايي وضعیت د ښه والي لپاره د خوندي توب زیاتوالی خورا مهم دی. ددغه پروګرام پلی کول د لازیاتو ماشومانو او ښځو لپاره له استراتیژيکه اهمیت څخه برخه من دی، خو په ټول افغانستان کې د ورځني واکسیناسیون پروګرام د پلي کولو په باب د اقداماتو پرغښتلی کولو او پر اوږد مهاله ستراتیژیو زیات تمرکز وشي. "
ددغه نوښت دویم او دریم پړاونه د غښتلی واکسیناسیون د ونیوو په لاره اچونې لپاره د ۲۰۱۴ کال د نوامبر او دسامبر په میاشتو کې پلي کیږي. دغه نوښت په ټول هیواد کې د واکسیناسیون پروګرارم د پوښښ د کچې د ښه والي پر بڼسټ د اړتیاوړ ټولو واکسینونو ته د ماشومانو او د امیندواری په عمر کې د ښځو د پوره لاسرسی په خاطر جوړ شوی دی. دغه نوښت د ۱۷ ولایتونو لپاره په نظر کې نیول شوی دی چېرته چې د ۲۰۱۳ کال د واکسیناسیون پروګرام د پوښښ د کچې د ارزونې سروې له مخې د واکسیناسیون پروګرام د پوښښ کچه له ۶۰ سلنه څخه ټيټه وه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement