پوسټ کوډ ۷۸۹۰۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲ تله ۱۳۹۳ ۱۲:۰۸

"نوی منتخب افغان ولسمشر له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي"

د نا?و يو ج?پو?ي ديپلومات وايي چ? د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي به راتلونک? اون? لو?ه وک?ي او بيا به په ?لرويشت ساعتونو ک? هغه اسناد لاسليک ک?ي چ? له مخ? ي? بهرني ?واکونه تر ???? کال وروسته په افغانستان ک? پات? کيداي شي

د ناټو یو جګپوړی دیپلومات وایي چې د افغانستان نوی منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی به راتلونکې اونۍ لوړه وکړي او بیا به په څلرویشت ساعتونو کې هغه اسناد لاسلیک کړي چې له مخې یې بهرني ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدای شي.
ناټو دا پلان لري چې د روان کال تراخره په افغانستان کې خپل محارب ماموریت پای ته ورسوي او د راتلونکي کال له پیله په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د سلامشورې ورکولو ماموریت پيل کړي، څو په دې ډول له افغان ځواکونو سره د طالبانو پرضد په جګړه کې مرسته وکړي.
خو د ناټو دا پلان هغه وخت له سوال سره مخامخ شو چې ولسمشرحامد کرزي امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د ایساریدو قانوني پاڼې او د ناټو ځواکونو د پاتیدو اسناد لاسلیک نه کړل.
اشرف غني احمدزی د یکشنبې په ورځ د ملي وحدت د حکومت د تړون له لاسلیکیدو وروسته ولسمشر منتخب شو او د رویټرز اژانس په وینا له دې سره هغه خنډ لرې شو چې له څو میاشتو راهیسې له امریکا سره د امنیتي تړون او له ناټو سره د پوځي تړون د لاسلیکیدو مخې ته پروت و.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي تړون د افغانستان په ګټه دی او له محتوا څخه یې اشرف غني احمدزی خبر دی، نو پکار ده چې ژر تر ژره یې لاسلیک کړي:
″محترم غني احمدزی په مشخص ډول د کرزي له خوا مامور شوی و چې په دې تړون باندې په همه جانبه صورت سره له امریکا سره کار وکړي، نو دوی تقریبا اته میاشتې په دې کار کړی دی او ده اعلان وکړ په همهغه وخت چې موږ اتیا فیصده یوه اعلی مسوده ترتیب کړې ده چې شل فیصده نور یې کرزي ته پاتې ده څو هغه یې لاسلیک کړي.
هغه ترننه ځنډیدلې وه نو دی ټکي په ټکی له هغې نه یوازې خبر دی بلکه ده له امریکا سره جوړه کړې ده.″
ټاکل شوې ده چې د اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم راتلونکې دوشنبې ترسره شي. د ناټو جپګوړي دیپلومات خبریالانو ته په دې شرط چې نوم به یې نه اخلي په بروکسل کې پرون وویل، په دې حساب به موږ راتلونکې سې شنبې د راتلونکي کال د ماموریت په برخه کې ډاډه یوو.
د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې نژدې یو څلویښت زره پوځیان شته چې دریمه برخه یې امریکایان دي.
راتلونکی کال به تمه ده چې دولس زره بهرني عسکر په افغانستان کې وي چې اته زره به یې امریکایي وي. د دوی تر څنګ به یو زر اته سوه امریکایي سرتیرې د ترورزم ضد ماموریت ته ځانګړې شوې وي.
د ناټو دیپلوماتانو ویلي دي، که چیرته د افغانستان د انتخاباتو لانجه اکتوبر ته ځنډیدلې وای نو ناټو به بیا مجبوره شوې وای چې خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي ځکه چې هغه خطر یې په غاړه نه شوای اخیستلی چې راتلونکی کال غیرقانوني په دغه هیواد کې پاتې شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement