پوسټ کوډ 78507
نیټه خپرول: دوشنبه 17 وږی 139314:32

پنجاب کې بارانونو ۱۳۱ کسان وژلي

د پاکستان په پنجاب ايالت ک? د طبيعي پ??و پر و?اند? د مبارز? ادار? ويلي، په دغه ايالت ک? د بارانونو او سيلابونو له کبله د وژل شويو کسانو شم?ر ??? ته رس?دلي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، په دغه ایالت کې د بارانونو او سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۱ ته رسېدلی.
په پاکستان کې د بي بي سي خبریالې ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند خالد نواز ویلي:"په پنجاب کې د اوسنیو بارانونو له امله ۱۳۱ کسان وژل شوي او ۲۷۳ کسان ټپیان دي."
نوموړي وویل، دغه ایالت کې تر اوبو لاندې شویو سېمو کې د اوبو کچه مخ په کمیدو ده او خطر هم کم شوی.
او همدارنګه نوموړي وويل، چارواکي اوس د جهنګ او چینیوټ ترمنځ سېمو ته پاملرنه اړولې چیرې چې د سخت سیلاب ګواښ شته دی.
ویاند وویل، چارواکي پر وضعیت پام کوي او که اړتیا پېښه شي نو د چناب پر سیند ودان حفاظتي بند به سوری کړي.
خو نومړي زیاته کړه چې چارواکو تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده کړې.
همدارنګه په تیرو رپوټونو کې راغلي وه، چې د هند او پاکستان پر سرحدي کرښه د تېزو بارانونو له کبله راوتلو سېلابونو تر ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.
چارواکو ويلي وو، یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب کې سېلابونو لږترلږه ۱۱۰ کسان وژلي دي.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې هم ۱۰۰ کسان د سېلابونو له کبله مړه شوي دي، چې د چارواکو په وینا سېلابونو او ځمک ښویېدنې ګڼ کورونه ویجاړ کړ دي.
په وروستیو دوو لسیزو کې دغه سیمه څو ځلې سېلابونو زیانمنه کړې ده.
د تېرې پنجشنبې پر ورځ، یو ۵۰ مساپر وړونکی بس، چې د هندي کشمیر په سېمه کې د واده مېلمانه پکې سپاره وو، اوبو یوړ، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.
بل خوا د هند ګاونډی هېواد پاکستان په تېر کې هم د ورته موسمي بارانونو او سېلابونو شاهد و، چې ګڼو وګړو یې ژوند له لاسه پکې ورکړی و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement