پوسټ کوډ 78396
نیټه خپرول: يکشنبه 16 وږی 139310:52

له اشرف غني اوعبدالله څخه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک وال?ر ش?اين ماير د افغانستان د ولسمشر? له دوا?و کانديدانو غو?تي چ?؛ د انتخاباتو د ک?کيچ د هواري لپاره د? هر ?ومره زر چ? کيداي شي؛ يو لاره ومومي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي چې؛ د انتخاباتو د کړکیچ د هواري لپاره دې هر څومره زر چې کیدای شي؛ یو لاره ومومي.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې شټاین مایر چې پرون کابل ته ورسیده؛ له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره یې لیدلې دي.
 راپور وايي، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یو مؤثر او داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې چې؛ د چټکو پریکړو ځواک ولري.
په عین کې حال کې ملګرو ملتونو ویلي؛ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش او څیړنې نتیجه باید د روانې میاشتې په لسمه نیټه بشپړه شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement