پوسټ کوډ ۷۷۶۴۲
نیټه خپرول: شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۳ ۱۲:۰۰

په کابل ښار کې یوې چاودنې شپږ کسان ټپیان کړل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي نن سهار د کابل ?ار په احمدشاه بابا م?نه ک? د يو? چاودن? له امله شپ? کسان ?پيان شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د یوې چاودنې له امله شپږ کسان ټپيان شول.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل؛ دا ماین د سړک غاړې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و؛ چې په کې درې د ملي اردو سرتیري او درې عام وګړي ټپيان شول.
"کوم پوځي ځای نه و، د سړک غاړې ته په یوه ګلدان کې ماین وچادید. د دې لپاره چې د خلکو ګڼه ګوڼه وه؛ درې ملکیان او درې پوځیان په کې ټپيان شول."
ښاغلي دانش همداراز وویل، د دې چاودنې په تړاو څوک نه دي نیول شوي؛ خو قضیه تر تحقیقاتو لاندې ده.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ورته پيښې زیاتې شوي؛ چې خلک هم ترې اندیښمن دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement