پوسټ کوډ 77639
نیټه خپرول: شنبه 18 زمری 139312:26

له عمران خان سره خبرواترو ته چمتو یو

د پاکستان وزيراعظم د دغه هيواد له تحريک انصاف ?وند سره خبرواترو ته چمتووالي و?ود.

د پاکستان وزیراعظم د دغه هیواد له تحریک انصاف ګوند سره خبرواترو ته چمتووالی وښود.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف نن په اسلام آباد کښې د قامي سلامتیا په غونډه کښې په یولړ ویناو کښې څرګنده کړه چې حکومت چمتو دی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خالن سره خبرې وکړي او د رامینځته شویو ستونزو د هواري لپاره ګام پورته کړي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی چې د ۲۰۱۳ کال په پارلیماني انتخاباتو کښې په درغلۍ او د حکومت په پراخ فساد باندې په اعتراض کښې د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ یعنې د آګست په ۱۴ نیټه میلیوني مظاهرې ترسره کوي.
ویل کیږي چې د ملي امنیت په غونډه کښې چې نن د نوازشریف په بلنه په اسلام آباد کښې ترسره شوه، تحریک انصاف ګوند، عوامي تحریک ګوند، مجلس وحدت مسلمین او د مسلم لیګ ګوند قائداعظم څانګې او همداشان د خیبرپښتونخوا صوبې اعلی وزیر پکښې ګډون ونکړ.
د پاکستان وزیراعظم په یاده غونډه کښې د خپلو ویناو په یوه بله برخه کښې وویل چې په شمالي وزیرستان کښې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات به د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې دوام ولري.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement