پوسټ کوډ ۷۶۵۶۲
نیټه خپرول: شنبه ۳۱ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۲:۰۰

د کونړ په دانګام کې ۴ طالب وسله وال وژل شوي ۱۲ ټپیان دي

د کون? په دان?ام ولسوال? ک? د وسله والو طالبانو او امنيتي ?واکونو ترمن? په ن?ته ک? ? پاکستاني وسله وال وژل شوي او ?? ?پيان دي

 د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۴ پاکستاني وسله وال وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
د دې ولایت د امنيې قومندان عبدالحبیب سید خیل ازادي راډيو ته وویل چې؛ نښته نن سهار وروسته له هغه پیل شوه چې لسګونو وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله وکړه.
نوموړي همدارنګه وویل چې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۰ توغندي د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت ویشتل شوې دي.
نوموړي وویل چې، په دې راکټي حملو کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
له بلې خوا د هرات د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالروف احمدي ازادي راډيو ته وویل چې؛ نن سهار په شین ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنې له امله دوه عام وګړي وژل شوې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement