پوسټ کوډ ۷۶۵۳۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۳ ۱۳:۰۵

د ننګرهار پر هوايي ډګر ۸ توغندوي ولګېدل

وسله والو طالبانو پرون ما?ام د افغانستان په ختي? ک? د نا?و ?واکونو تر?ولو پر لوي? ا?? اته توغندي وويشتل

تاند- وسله والو طالبانو پرون ماښام د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ځواکونو ترټولو پر لویې اډې اته توغندي وویشتل.
د ننګرهار ولایت چارواکو وویل چې د دغه ولایت پر هوايي ډګر د طالبانو په دې برید کې نه څوک وژل شوي او نه کومې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.
دا برید دوې اوونۍ وروسته له دې وشو چې وسله والو د پاکستان پر کراچۍ هوايي ډګر برید وکړ او په لسګونو کسان یې پکې ووژل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ننګرهار د بهسود ولسوال حاجي محمد صدیق وویل، یو یا دوه توغندي په هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو د اوسېدو ځای ته نژدې ولګېدل.
وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی. طالبانو همداراز ادعا کړې چې په هوايي ډګر کې زورورې چاودنې شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل چې له بریدونو سره سم یې په هوايي ډګر کې د چاودنو ږغ اورېدلی خو د ده په وینا دا ږغونه د لګېدلو راکټونو و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement