پوسټ کوډ ۷۶۴۹۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۸:۰۸

کونړ: په وټپور کې بې پیلوټه الوتکې څلور طالب وسله وال وژلي دي

د کون? امنيتي چارواکي وايي چ?، تيره ور? ناوخته په و?پور ولسوال? ک? د ايساف ?واکونو د ب? پيلو?ه الوتک? په هوايي حمله ک? ?لور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې، تیره ورځ ناوخته په وټپور ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل آزادۍ راډیو ته وویل؛ په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قومندان هم وژل شوی دی.
په عین حال کې امنیه قومندان زیاته کړه چې؛ تېره ورځ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستانیو ملیشو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ د دېرشو په شاوخوا کې توغندۍ را توغولي.
نوموړي زیاته کړه چې، راتوغول شوو توغندیو ځاني زیان نه لاره؛ خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
د یو بل خبر له مخې تیره شپه د بامیانو مرکز کې په یوه وسله واله حمله کې یوتن پولیس ټپي شوی.
د بامیانو امنیه قومندان جنرال خدای یار آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ حمله کوونکي په تیښته بریالي شوي؛ خو د پولیسو له خوا یې د نیولو هڅې روانې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement