پوسټ کوډ ۷۶۳۷۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۰:۳۶

د ۱۲ مخالفینو په ګډون ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ميدان ورد?و ولايت ک? ت?ره ور? د ب?لاب?لو پ??و په تر? ک? ?? وسله والو مخالفينو،? ملکي و??و او ? سرت?رو ته مر? ژوبله او ?ت? .

په میدان وردګو ولایت کې تېره ورځ د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۱۲ وسله والو مخالفینو،۷ ملکي وګړو او ۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله او ښتې .
د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې، یاده مرګ ژوبله تېره ورځ په سیداباد،جلریز،لومړۍ برخې بهسود،دایمیرداد،نرخ او چک ولسوالیو کې د عملیاتو،نښتو او بریدونو په ترڅ کې رامنځته شوې ده.
د چک ولسوالۍ په ادم خیلو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د څلور پاکستاني طالبانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي،همدا راز یو وسله وال طالب په نرخ او یو بل په دایمیرداد ولسوالۍ کې وژل شوي دي .
همدا راز تېره ورځ د وسله والو مخالفینو له لورې په بېلابېلو سیمو ۲۹ توغندي توغول شوي،چې له امله یې د بهسودو په لومړۍ برخې ولسوالۍ کې یو تن شهید او دوه ټپیان شوي،همدا راز د دغه توغندیو د لګیدو له امله په جلریز ولسوالۍ کې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي .
په ورته وخت کې امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوي ۱۲ حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او لمنځه وړي دي .
په همدې حال کې په چک،دایمیرداد،جغتو او سیداباد ولسوالیو کې د بېلابېلو پېښو پرمهال دوه د ملي اردو سرتېرې او دوه ملي پولیس ټپیان شوي دي .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement