پوسټ کوډ ۷۶۳۶۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۲:۲۶

کندهار: په درېیمې امنیتي حوزه کې د وسله او پولیسو ترمنځ نښته روانه ده

چارواکي وايي، چ? د کندهار ?ار در?يم? امنيتي حوز? ته ن?د? وسله وال مخالفان له پوليسو سره مقاومت ته لاهم دوام ور کوي.

چارواکي وايي، چې د کندهار ښار درېیمې امنیتي حوزې ته نږدې وسله وال مخالفان له پولیسو سره مقاومت ته لاهم دوام ور کوي.
د دې ولایت د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل چې؛ پرون غرمه مهال څلورو حمله کوونکو لومړی د پولیسو پر یوې پوستې د لاسی بم حمله وکړه او وروسته د ملکي خلکو د اسېدو سیمې ته ننوتل.
د امنیه قومندان په وینا د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو د مخنوي لپاره تیره ورځ پر حمله کوونکو عملیات وځنډول شول؛ خو اوس مهال د حمله کوونکو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل شوې دي.
په عین حال کي د کندهار مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مینه پال وايي چې؛ د حمله کوونکو شمیر ۷ تنه او وايي، تراوسه معلومه نه ده چې، څو تنه حمله کوونکي وژل شوي او څو نور مقاومت کوي.
وسله والو مخالفانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement