پوسټ کوډ ۷۶۲۶۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۲ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۵:۳۷

شمالي وزيرستان: د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد، ٦ وسله وال ووژل

د امريکا د متحده ايالاتو ب? پيلو?ه الوتکو يو ?ل بيا د ?يورن? کر?? ته ??رمه د شمالي

د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي.
د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د پنجشنبې په شپه د شمالي وزيرستان په درګه منډيي نومي سيمه کې د وسله والو پر يوه کمپاونډ بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د لومړنيو راپورونو له مخې پکې تر دې دمه لږ تر لږه ٦ سخت دريځۀ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټبيان شوي دي.
دوى وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د شمالي وزيرستان له مرکزي بازار ميرانشاه شاوخوا ١٠ کيلومټره لرې په درګه منډيي کې پر يوه کور او موټر دوه توغندي وويشتل، چې له امله يې کور ونړېد او موټر اور واخيست او په خبره يې، چې په بريد کې ګڼ شمېر وسله وال ټپيان شوي او ښايي د مړو شمېر پورته شي.
دا په روان ٢٠١٤م کال کې په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو لومړنى بريد دى.
په شمالي وزيرستان کې يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په درګه منډيي کې تر بريد وروسته د شپې تر ناوخته پورې د شمالي وزيرستان په مير علي او يو شمېر نورو سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ټيټ پروازونه روان وو.
فرانسپريس خبري اژانس د شمالي وزيرستان د يوه ځايي چارواکي په حواله وايي، چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې ٤ ازبک او ٢ پنجابي سخت دريځۀ وسله وال وژل شوي، چې له ډېرې مودې راهيسې په دې سيمه کې مېشت وو.
دا په شمالي وزيرستان کې تر پېنځه نيمو مياشتو وروسته د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو لومړنى بريد دى. دغو الوتکو په وروستي ځل په دې سيمه کې د ٢٠١٣م کال د دسمبر په ٢٦مه نېټۀ بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې ٣ سخت دريځۀ وسله وال وژل شوي وو.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، ددې هېواد صدراعظم د ٢٠١٣م کال په اکتوبر کې امريکا ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر باراک اوباما او همداراز ددې هېواد له پوځي چارواکيو غوښتي وو، چې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره دې د خبرو اترو پر مهال پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.
په شمالي وزيرستان کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو دا بريد تر هغې وروسته شوى، چې وسله والو پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ ددې هېواد د ستر صنعتي ښار کراچۍ پر نړېوال هوايي ډګر ډله ييز وسله وال بريد کړى و، چې ترڅ کې د پاکستاني سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٢٧ کسان ووژل شول.
د يادونې وړ ده، چې له ٢٠٠٤م کال راهيسې د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو د شمالي او جنوبي وزيرستان په ګډون په قبايليو سيمو کې سلګونه بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د تحريک طالبان پاکستان د پخوانيو مشرانو بيت الله او حکيم الله سمود په ګډون سلګونه سخت دريځه وسله وال وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement