پوسټ کوډ ۷۶۱۰۶
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۴:۴۷

په پاکستان کې دیني عالمانو ناموسي وژنې حرام ګڼلي دي

په لاهور ?ار ک? د پاکستان د ديني عالمانو د سني اتحاد ?? غ?و د ناموسي وژنو په ا?ه فتوي ورک?ه او دا ?ول قتلونه ي? د اسلام خلاف او حرام عمل بللي دي.

په لاهور ښار کې د پاکستان د دیني عالمانو د سني اتحاد ۳۰ غړو د ناموسي وژنو په اړه فتوی ورکړه او دا ډول قتلونه يې د اسلام خلاف او حرام عمل بللی دی.
دغو عالمانو وویل، شریعت هلک او نجلۍ ته اجازه ورکوي چې؛ له خپلې خوښې سره سم واده وکړي.
پاکستاني عالمانو دا فتوی وروسته له هغې ورکړه چې؛ په لاهور کې د "فرزانه پروین" په نامه یوه حامله میرمن د خپلې خوښې سړي سره د واده کولو له امله د نوموړې د کورنۍ له خوا د ډبرو په ګزارونو سره ووژل شوه.
د دیني عالمانو له دې ډلې څخه مفتي محمد کریم د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل؛ دوی هڅه کوي چې، د دغه ډول وژونو په مخنیوي کې دیني عالمان مخکښ رول ولوبوي:
"شریعت په دې برخه واضح دی. لومړی هیڅوک اجازه نه لري چې د محاکمو له قانوني پروسې پرته څوک ووژني. دوهم دا چې فرزانه پروین له هغه چا سره واده کړی و چې؛ هغې انتخاب کړی و. اسلام ښځې او سړي ته اجازه ورکړی چې؛ د خپلې خوښې سره سم واده وکړي."
نوموړی وايي، زیاتره وخت خلک د خپلو شخصي اهدافو لپاره له دین څخه ناوړه ګټه اخلي.
دیني علماو ویلي، پلار او مور دا حق نه لري چې؛ د اسلام په نامه خپل اولادونه قتل کړي.
دا چې په دې برخه کې حکومت څه مسولیت لري مفتي محمد کریم وايي؛ چې حکومت باید قوانین تطبیق کړي:
"زما په نظر داسې قوانین شته چې؛ له مخې يې د دا ډول وژونو مخه نیول کیدای شي. خو حکومت باید خپل رول ولري او دا قوانین تطبیق کړي.
دوهمه دا ډیره مهمه ده چې مذهبي مشران باید د خلکو د پوهې سطحه لوړه کړي."
د راپورونو له مخې په پاکستان کې د ناموسي قتلونو په قضیو کې تېر کال ۸۶۹ ښځې وژل شوي دي.
د مذهبي مشرانو سربیره د پاکستان خلک هم له حکومت څخه غواړي چې؛ د ناموسي وژونو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement