پوسټ کوډ 75987
نیټه خپرول: يکشنبه 11 غبرګولی 139314:19

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی

د کون? چارواکي وايي چ?، په دغه ولايت ک? د وسله والو طالبانو پر و?اند? د ولسي پا?ون، ملات? کوي.

د کونړ چارواکي وايي چې، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون، ملاتړ کوي.
د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحیب سیدخیل ازادي راډيو ته وویل چې؛ د ناړۍ ولسوالۍ لسګونو اوسیدونکو نن د دریمې ورځې لپاره د طالبانو پرضد پاڅون کړی.
پاڅون کوونکي ادعا کوي چې، په تېرو درېیو ورځو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ يې ژوندي نیولي دي.
د دوی په وینا، ترهغه به خپل پاڅون ته دوام ورکړي چې؛ سیمه له وسله والو طالبانو پاکه کړي.
له دې وړاندې د غزني، ننګرهار او غور په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه شوي؛ خو وسله وال طالبان، پاڅون کوونکي اربکیان بولي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement