پوسټ کوډ ۷۵۹۷۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۳ ۱۷:۳۶

دلیل: د دخانیاتو د قانون له تصویبېدو سره به د هېواد ګمرکي عواید لوړ شي

د عام? روغتيا وزارت وايي، که د دخانياتو او تنباکو د مخنيوي په قانون ک? د س?ر?و ?مرکي محصول ?? سلنه لو? شي؛ افغانستان به هر کال ??? ميليونه ?الره اضافه عايد د س?ر?و د ?مرکي محصول له امله ترلاسه ک?ي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، که د دخانیاتو او تنباکو د مخنیوي په قانون کې د سګرټو ګمرکي محصول ۵۰ سلنه لوړ شي؛ افغانستان به هر کال ۱۳۶ میلیونه ډالره اضافه عاید د سګرټو د ګمرکي محصول له امله ترلاسه کړي.
که څه هم د دخنیاتو او تنباکو د مخنیوي قانون مسوده تراوسه د ملي شورا له خوا نه ده تصویب شوې؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي؛ که د سګرټو ګمرکي محصول ۵۰ سلنه لوړ شي افغانستان به هر کال له دې درکه په میلیونونو ډالره ګمرکي عاید ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل د تنباکو د مخنیوي نړیوالي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې په دې اړه وویل:
"د روغتیایي او اقتصادي متخصصینو وړاندوینې ښیي؛ که چیرې پنځوس فیصده د سګرټو او تنباکو په محصولاتو باندې ګمرکي تعرفه تطبیق شي؛ له دې درکه افغان حکومت ته هرکال شاوخوا ۱۳۶ میلیونه دالره عاید کیږي."
د افغانستان ولسي جرګې تېر کال د خانیاتو او تنباکو د مخنیوي قانون مسوده تصویب او د سګرټو ګمرکي محصول یې پنځوس سلنه لوړ کړ؛ وروسته بیا مشرانو جرګې دغه محصول ۱۰ فیصده وټاکه او اوس د دواړو جرګو یو ګډ کمیسیون په دغه قانون کار کوي.
په عامه ځایونو کې د سګرټو د استعمال بندلو؛ پر ماشومانو د سګرټو نه خرڅول او د سګرټو د ګمرکي محصول لوړول هغه عمده تعدیلات وو؛ چې ولسي جرګې په یاد قانون کې راوستي وو.
د عامې روغتیا وزیره ثریا دلیل له ملي شورا نه غواړي چې؛ دا قانون ژر تر ژزه تصویب کړي.
د هغې په وینا، د دخانیاتو او تنباکو د مخنیوي قانون په عملي کېدو سره به په هېواد کې د سګرټو او دخانیاتو د کارولو کچه ټیټه شي.
د اغلې دلیل په وینا، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه خلک سګرت څکوي او نږدې ۹۰ سلنه یې دود تنفسوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement