پوسټ کوډ ۷۵۷۳۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۳ ۱۶:۵۷

د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ

د افغانستان او تاجکستان د سودا?ر? وزيرانو په دوشنبه ?ار ک? په داس? حال ک? خبر? وک?? چ?؛ د دوا?و ه?وادو تر من? سودا?ر? کمه شو? ده.

د افغانستان او تاجکستان د سوداګرۍ وزیرانو په دوشنبه ښار کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې؛ د دواړو هېوادو تر منځ سوداګرۍ کمه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت ویاند مسافر قوقندي د دې غونډې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"تاجکستان ته د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر د سفر هدف د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د درې اړخیز موافقه لیک نهايي کول او له ترکمنستانه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اورګاډي د پټلۍ غځولو پر سر خبرې او همدارنګه د افغانستان او تاجکستان سوداګردو ته د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو برابرول و؛ چې بحث پرې وشو."
د راپورونو له مخې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ۲۲ اعشاریه دوه میلیونه ډالرو په ارزښت تجارت شوی دی، چې دا اندازه د تیرکال همدې وخت په پرتله ۵۹ اعشاریه شپږ فیصده کمه ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement