پوسټ کوډ ۷۵۳۵۲
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ غویی ۱۳۹۳ ۱۲:۰۰

افغانستان او تاجکستان نن د فوټبال دوستانه مسابقه کوي

?اکل شو? د افغانستان د فو?بال ملي ?يم نن (يکشنب?)

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم نن (يکشنبې) په دوشنبې کې له تاجکستان سره دوستانه مسابقه وکړي.
د افغانستان د ملي ټيم روزونکي يوسف کارګر په دوشنبې کې ازادۍ راډيو ته وويل:
”د افغانستان ملي ټيم د اسيا د چلنج کپ سياليو لپاره چې په مالديف کې به ترسره کېږي، ځان تياروي. د دې لپاره په تاجکستان کې يوه دوستانه مسابقه کوي. د دې مسابقې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستۍ، ورورولۍ، پيوستون او د فوټبال د ظرفيتونو لوړوالى دى.“
د افغانستان او تاجکستان د فوټبال ټيمونو له ٢٠٠٥م کال راهيسې په خپلو کې څلور مسابقې کړي، چې ټولې تاجکستان ګټلې دي.
افغانستان تر دې مخکې د پرېل پر١٢مه په عرب اماراتو کې له قرغزستان سره دوستانه مسابقه درلوده، چې صفر د صفر په مقابل کې پايته ورسېده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement