پوسټ کوډ ۷۵۳۱۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۵ غویی ۱۳۹۳ ۰۹:۳۴

په میدان وردګو ولایت کې پنځه وسله والو طالبانو او یو سرتېرې ته مرګ ژوبله واوښته .

په میدان وردګو ولایت کې پنځه وسله والو طالبانو او یو سرتېرې ته مرګ ژوبله واوښته .
د میدان وردګو ولایت په سیداباد او چک ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې یو سرتېری شهید،دوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي .
د چک ولسوالۍ په اله خیلو سیمه کې تېره شپه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو وسله وال طالبان ووژل شو او درې نور ملګري یې ټپیان شول .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی دی .
په یادو ترسره شوي عملیات او نښتې کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په ماشین قلعه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د وسله والو مخالفینو له لوري د توغول شوي توغندې د لګیدو له امله یو سرتېری په شهادت رسیدلی او نور چاته زیان ندی اوښتی .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement