پوسټ کوډ ۷۵۲۲۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ غویی ۱۳۹۳ ۱۱:۱۲

د پاکستان فوځ مخالفینو ته خبرداری ورکړ

زمو? د خبريال د راپور له مخ? د پاکستان د فو? مشر جنرال راحيل شريف پرون په هغو مراسمو ک? چ? د يوم الشهدا په نوم په راولپن?? ?ار ک? جو? شول د دولت له مخالفينو وغو?تل د هيواد اساسي قانون ته درناوي وک?ي او ورته پابند پات? شي .

د پاکستان د فوځ مشر جنرال راحیل شریف پرون په هغو مراسمو کې چې د یوم الشهدا په نوم په راولپنډۍ ښار کې جوړ شول د دولت له مخالفینو وغوښتل د هیواد اساسي قانون ته درناوی وکړي او ورته پابند پاتې شي .
هغه همداراز وویل د پاکستان فوځ د رسنیو او خبریالانو له آزادۍ ملاتړ کوي او اساسي قانون ته هم درناوی لري .
د پاکستان دې فوځي چارواکي د کشمیر د مسئلې د حل غوښتنه هم وکړه.
هغه ټينګار وکړ د کشمیر مسئله باید د سیمې د خلکو د غوښتنې او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس حل او فصل شي .
په همدې حال کې له کشمیر خبرونه وايي هندي ځواکونو په کشمیري مظاهره کوونکو دزې کړې یو کشمیرۍ ځوان ېې شهید کړی او دری نور ټپيان دي .
دې خلکو د هند پارلماني ټول ټاکنې تحریم کړې او مظاهرې ېې کړې وې.
کشمیریان وايي په دې سیمو کې خلکو په ټاکنو کې له ګډون ډه ډه وکړه خو د هند دولتي سرچینو وویل په جمو او کشمیر کې خلکو په ټول ټاکنو کې پراخ ګډون کړی ؤ .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement